په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې د کورونا ۳۶۱ پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وحیدالله مجروح نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال وویل، په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس په تړاو د هېواد په بېلابېلو لابراتوارونو کې ۹۹۵ شکمنې پېښې کتل شوي چې له ډلې یې په ۲۱ ولایتونو کې ۳۶۱ پېښې مثبتې ختلې دي.

د مجروح په وینا، د ۳۶۱ مثبتو پېښو له ډلې ۱۱۷ په کابل، ۵۹ په هرات، ۳۱ په بلخ، ۲۶ په کندهار، ۲۱ په بغلان، ۱۸ په فراه، ۱۲ په لغمان، ۲۲ په میدان وردګ او سمنګان ولایتونو کې، ۹ په پنجشېر، ۱۶ په پروان او ننګرهار ولایتونو کې، ۱۲ په هلمند او کونړ کې او ۱۸ نورې په بدخشان، غزني، جوزجان، سرپل، پکتیکا، زابل او پکتیا ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وویل چې د دغو نویو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴ زره ۴۰۴ ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال دغه راز وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ کسان د کورونا ویروس له امله په هرات، کندهار، بلخ او غزني ولایتونو کې مړه شوي چې ورسره په ټول هېواد کې د کورونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۲۰ ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، تر اوسه ۵۵۸ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته رغېدلي چې ډېری یې په هرات ولایت کې دي.

په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزی وايي، په دغه ولایت کې د ۵۹ تازه پېښو په ثبت سره د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۸۹۴ ته پورته شوی چې له ډلې یې تر اوسه ۲۰ کسانو خپل ژوند بایللی او ۱۷۴ نور بېرته ښه شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست د ویاند په وینا، اوس د دغه ولایت د کورونا ناروغانو په ځانګړو روغتونونو کې ۱۰۰ ناروغان بستر دي چې د ۶ روغتیايي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام