په تخار ولایت کې د ښوونځي مدیر او وسله والې ډلې یې په نجلۍ جنسي تېری کړی دی

د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ د یو ښوونځي مدیر محمود حیدري شاوخوا ۷ ورځې مخکې د خپلو وسله والو کسانو په وسیله ۲۲ کلنه یخشي ګل د لارې په اوږدو کې وتښتوله او د شپې له خوا یې پرې جنسي تېری کوي.

د تخار ولایت سیمه ییز حکومت دغه مسله د رسنیو له لیده پټه کړې وه.

یخشي ګل د کلفګان ولسوالۍ قره تو کلي اوسېدونکې ده.

دې نجلۍ له سلام وطندار سره په مرکه کې ویلي دي، چې د ابوالحسن خرقاني ښوونځي مدیر او ورسره وسله وال کسانو نو یې نوموړې د کلي او ولسوالۍ تر منځ له لارې وتښتوله.

نوموړي وايي، چې د بې حسه کوونکو درملو نه په استفادې سره یې چنارګنجشکان کلي ته چې د بدخشان ولایت له کشم ولسوالۍ سره ګډه پوله لري هلته وړې وه.

یخشي ګل وايي، چې محمود حیدري او ورسره وسله والو کسانو یې د بې هوشۍ درمل ورکړي و او نه پوهېږي، چې څوتنو پرې جنسي تېری کړی دی.

په بله ورځ د دغه ښوونځي مدیر د دورمحمد په نوم یو پولیسو سرتېري ته ۵۰۰ افغانۍ ورکوي او ورته وايي، چې یخشي ګل خپل کور ته یوسي؛ خو د دغې نجلۍ له ژړا او کوکو وروسته د کلي خلک دورمحمد په نوم دغه پولیس نیسي.

نیول شوی سرتېری اوسمهال د تخار له پولیسو سره په بند کې دی.

د یخشي ګل پر خبره د ابولحسن خرقاني ښوونځي مدیر د ظابط حیدر په نوم د پخواني جهادي قوماندان زوی دی او اوسمهال د تخار په مرکز تالقان کې ازاد ګرځي او را ځي.

دغه پېغله نجلۍ وايي، چې د کورنۍ د پرلپسې تلاشونو سره سره د تخار سیمه ییز حکومت یې دوسیې ته پاملرنه نه کوي او ځېنې سیمه ییز چارواکي هم د محمود حیدري پلوي کوي.

د تخار ولایت امنیه قوماندانۍ په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي، خو ځېنې محلي چارواکي وايي، چې پر دغې نجلۍ په ډله ییز ډول جنسي تېری شوی دی.

که څه هم د تخار والي ویاند سنت تیمور وايي، چې د سیمې خلکو له دې مخکې هم له محمود حیدری او دغه له وسله والو کسانو شکایت کړی و.

دی وايي، چې نوموړی مدیر اوسمهال تېښته کړې ده.

له دې مخکې هم د کلفګان ولسوالۍ په زردالودره کې یو کس په یوې نجلۍ جنسي تېری کړی و، چې دوسیه یې لام هم بې برخلیکه پاتې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام