په بګرام هوايي ډګر کې د ۳ زرو افغان کار کوونکو دندې ځنډول شوې دي

 

کله چې په بګرام هوايي ډګر کې ځانمرګی برید وشو، نو بهرنيو ځواکونو مشران پریکړه وکړه، چې د ۳زرو افغان کار کوونکو دندې وځنډوي.

د بګرام هوايي ډګر دوو تنو کار کوونکو د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته ویلي، چې له چاودنې وروسته دا درېيمه ورځ ده، چې د دغه هوايي ډګر دروازه د دوی پر مخ بنده ده.

ځانمرګی بریدګر قاري عنایت الله نومېده او له تېرو شاوخوا ۵ کلونو راهیسې يې هلته د کار کوونکي په صفت دنده ترسره کوله.

د پروان والي وحید صدیقي سلام وطندار ته وویل، وروسته له هغه چې په دغه هوايي ډګر کې ځانمرګی برید وشو، نو د نړېوالو ځواکونو مشرانو پريکړه وکړه، چې د څېړنو په موخه باید د دوو ورځو له پاره  د ۳ زرو کار کوونکو پرمخ د بګرام هوايي ‌ډګر دروازه وتړي، خو پر وینا یې دا درېيمه ورځ ده، تر اوسه هم دغه کار کوونکي خپلو دندو ته نه دي ور غوښتل شوي.

صدیقي وايي، چې څو کاله وړاندې قاري عنایت الله د سولې له پروسې سره یوځای شوی و او له ترهګریزو کارونو يې لاس اخیستی و.

خو د پروان د سولې عالي شورا ولایتي دفتر مشر زلمی صبور د والي د ویاند خبره یوازې یوه ادعا بولي او زیاتوي، چې د عنایت په نوم دوی هیڅ داسې کوم کس سره سوله نه ده کړې.

پر بګرام هوايي ډګر پخوا هم بریدونه شوي، خو دغه بریدونه به ډیری وخت له کلیو او بانډو کېدل او زیاتره يې توغندیز و، خو له شدید امنیتي تدابیرو سره سره په بګرام هوايي ډګر دننه برید بې ساری و.

تېره شنبه د نړېوالو ځواکونو پر دغه لوی نظامي اډې باندې ځانمرګی برید ترسره شو، چې له امله يې ۴ امریکايي عکسر ووژل شول او ۱۷ نور ټپيان شول.

د بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو له پاره یو تر ټولو کلیدي ډګر بلل کيږي او دغه ډګر په بشپړه توګه د نړېوالو ځواکونو له خوا کنټروليږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام