د بلخ ولایت د ښځو چارو رییسه شهلا حدید وايي، چې د ترکيې په مالي مرسته " تعلیم القرآن قباء" په نوم د مزار شریف په ښځينه بازار کې ښځو له پاره د دينې ښوونې مرکز پرانیستل شو.
د دغه مرکز د ځينو ښوونکو په وينا، تر اوسه شاوخوا ۱۰۰ تنه نجونې د زده کړې له پاره دغه مرکز کې نوم ليکنې کړي او پر ديني زده کړو بوختې دي.
مېرمن حدید وايي، چې د بلخ ولایت داسې یو مرکز ته شديده اړتيا درلوده؛ له دې وړاندې د دغه ولایت نجونې او ښځې د بېلابېلو دلايلو له امله په بلخ ولایت کې له زده کړې محرومې پاتې کېدې.
د یاد ولایت د ښځو چارو رییسې د دغه مرکز پرانیستنه د دينې زده کړو له پاره يو اړين ګام و باله.
دغه مرکز د ښوو او پرمختللو امکاناتو درلودونکی دی او د شاوخوا دوو میاشتو په ترڅ کې د ترکيې هېواد له خوا جوړ شو.
د ښوونکو په خبره، د قرانکریم حفظ د دغه مرکز د دينې ښوونو په صدر کې قرار لري.
مېرمن حدید وايي، چې دغه ریاست به د ترکيې هېواد په مرسته په راتلونکي کې د ديني زده کړو مرکزونه د هېواد په نورو لرې پرتو سيمو کې هم پرانیزي.
سره له دې، چې په دې وروستيو کې په دينې مدرسو کې د ترهګرو د روزنې په باب زیات راپورونه خپاره شوي، خو د بلخ د ښځو چارو رییسه وايي، چې دغه مرکزونه به د دولت تر جدي څارنې لاندې فعالیت کوي او هيڅکله به هم اجازه ور نه کړي، چې ترهګر په دغو مدرسو کې هم نفوذ وکړي.
یاده دې وي، چې تېره ورځ (چهارشنبه، اکټوبر۹ مه) د افغانستان ارزونې او څېړنې ادارې (AREU) د خپل نوې څېړنې له مخې اعلان وکړ، چې اسلامي تندلارو ګونډونو او ډلو د ښوونځیو زده کوونکو په منځ کې فعالیتونه زیات کړي دي.
دغه اداره دا هم ویلي وو، چې د دغو ډلو فعالیتونه روان دي او په ښونځیو کې د سرتېرو جلب او جذب کوي.
دغه سازمان ويلي وو، چې "جمعیت اصلاح "او "حزب التحریر "د افغانستان د راتلونکي ثبات له پاره ګواښوونکي ديني مرکزونه دي.
د یادې څېړنې د نظر پوښتنې پر بنسټ د ۱۸ ولایتونو په ۱۳۶ ښوونځیو کې شوي ده، چې د څېړنې په ترڅ کې یې له ۲۸ ښوونکو او ۴۰۳ زده کوونکو سره خبرې کړي دي او په ښوونځیو کې يې د سیاسي ګوندونو او تندلارو مذهبي ډلو له فعالیتونو ترې پوښتلي دي.