د بغلان ولایت څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې په دغه ولایت کې اوس هم ۱۵ داسې ښوونځي شته، چې د درس له پاره نه، بلکې نظامي اهدافو ته د رسېدو له پاره ترې د مرچل په توګه کار اخیستل کيږي.
په بغلان کې د ښوونځيو ځينې مديران وايي، چې د "خورشيد۲۰" په نوم عملیاتو له پاره اوس هم په ډنډغوري، ډنډ شهاب الدین او د پلخمري په ځينو نورو سیمو کې له ښوونځيو څخه افغان امنيتي ځواکونه د مرچلونو کار اخلي او ځانونو ته يې نظامي پټن ځایونه په کې جوړ کړي دي.
د دغو مدیرانو شمېر، چې شاوخوا ۱۰۰ تنو رسېده نن یک شنبه (اپرېل۱۰) د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې د نوي " ۱۳۹۵" لمریز کال د پېل راهیسې د بغلان په ۱۵ ښوونځيو کې زده کوونکو درسونه نه دي ویلي.
همدارنګه دوی اندېښنه څرګنده کړه، چې که حکومتي چارواکي يې په اړه جدي پریکړه و نه کړي، نو دا به د دغو سیمو د زده کوونکو راتلونکي له پاره ناوړې پايلې ولري.
ضیاالحق او مدبر د سېد جمال الدین افغان او بي بي ایینې مدیران په دې اړه وايي، چې مدیرانو ته هم دغو ښوونځیو ته د ننوتو اجازه نه ورکول کيږي.
له بل لوري بیا د بغلان د ښوونې ځای ناستی رییس سلام وطندار ته وویل، چې د دغو ستونزو د حل په موخه يې د امنیتي مسوولینو سره خبرې کړي او هغوی ژمنه کړې، چې په څو ورځو کې به دغه ښوونځي پرېږدي.
د ویلو ده، چې د بغلان په ډنډ شهاب الدین او ډنډ غوري سيمو کې د برېښنا د ستنو له غورځېدو وروسته افغان ملي اردو او وسله والو طالبانو ترمنځ له سختې نښتې وروسته د خورشيد ۲۰ په نوم د ملي دفاع وزارت له لوري پوځي عملیات پېل شول، چې تر اوسه دوام لري.