د شمرق تاریخي اثار، په بغلان کې یو مهم لرغونی ځای دی، چې د حکومت د نه پاملرنې له امله له نابودۍ سره مخ دي.
دغه مجسمې د شمرق غره په منځ کې، د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې حکاکي شوې مجسمې دي، چې فیل، اژدها، اس او د انسانانو څو مجسمې په کې شاملې دي.
د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییسې شکريې اصیل له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د شمرق تاریخي مجسمې، د بامیانو د بودا مجسمو پسې د هېواد دویمه درجه مهمې او لرغونې مجسمې دي.
هغه وايي، د شمرق تاریخي اثار د وخت په تېرېدلو سره د زلزلو او بارانونو له امله خراب شوې دي، خو که بیاروغونې او ساتنې ته یې جدي پاملرنه ونه شي؛ په نېږدې راتلونکې کې به له منځه لاړه شي.
د اغلې اصیل پر وینا، په بغلان کې ۲۶ تاریخي ځایونه موجود دي، چې ډېرو هغو ته يې د امنیت د نشتوالي امله له نېږدې نه شي لیدلی. د دې پر خبره، د دغو مجسمو په اړه یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له فرهنګي مرستیال سره خبرې کړي او هغوی ژمنه یې ورکړې ده، چې ډېر ژر به یې د ترمیم چارې پیل کړي.
د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د لرغون پېژندنې برخې مسوول نظام الدین توخي د شمرق مجسمې د میلاد نه مخکې د لومړۍ نه تر پنځمې پېړۍ پورې تړي. د توخي پر وینا، نه یوازې دا چې تر اوسه د دغو تاریخي اثارو ساتنې ته پاملرنه نه ده شوې، بلکې په پېژندنه کې يې په نړیواله کچه بې غوري شوې ده.
د ده پر وینا، څه وخت مخکې د فرانسې د لرغون پېژندنې یو استاد، چې فرانس ګرینلي نومېد؛ بغلان ته راغلی و او د شمرق د مجسمو د لیدلو پر وخت یې خلکو ته وویل، تاسو نېکمرغه خلک یاست، چې د بودا په څېر مشهورې او با ارزښته مجسمې لرئ. د توخي پر باور، دغه مجسمې د کوشانیانو دورې پورې تاریخي قدامت لري، چې په ۱۳۸۱ لمریز کال کې کشف شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي، چې په دغه ولایت کې ۲۶ تاریخي او لرغوني ځایونه موجود دي، چې راجستر شوي. له دې جملې مهم تاریخي ځایونه د سرخ کوتل تپه، چین قله، شمرق او چارشنبې تپه ده، چې د ابریشم په لویه لاره موقعیت لري، د یادونې وړ دي.