په بامیانو کې د کچالو د ګل لومړۍ جشنواره ترسره شوه

په بامیانو ولایت کې د کچالو ګل په لومړي جوړ شوي جشن کې د کرنې او اوبو لګولو وزیر، د اسیا پراختیايي بانک استازي، د ولسي جرګې غړو، د بامیانو سیمه ییزو چارواکو او بزګرانو ګډون کړی وو.

د بامیانو والي محمد طاهر زهیر په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې د دغې جشنوارې جوړېدو موخه د کچالو له‌پاره مناسب بازار پيداکول او دغه ولایت ته د ګرځندوی پام را اړول دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر وايي، بامیان د کرنې له پلوه مهم د افغانستان یو مهم ولایت دی.

په بامیانو ولایت کې د کچالو ګل جنشوارې په پرانیست غونډه کې سیمه ییزې سندرې وغږول شوې او دغه جشنواره به دوه ورځې نوره هم دوام وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام