د بامیانو ځېنې اوسېدونکي دغه ولایت کې د پېژندپاڼو وېش بهیر نه شکایت کوي او وايي، له یوې خوا بامیانو کې د پېژندپاڼو وېش بهیر په ځنډ پیل شوی او بلېخوا دوی د پېژندپاڼو ترلاسه کولو لهپاره په ورځو انتظار کوي.
په وینا یې د نفوسو احوالو ثبت ادارې کارکوونکي کله هم د پېژندپاڼو تمامېدو پلمې کوي او ځېنې وخت بیا ناوخته د ورځې ۱۱بجې خپلو کارونو ته حاضریږي او له ټاکلي وخت مخکې رسمي کارونه خوشې کوي.
د بامیانو دوو اوسېدونکیو طاهره او محمد حسین سلاموطندار ته وویل، په ټاکنو کې د ګډون په موخه د پېژندپاڼو اخیستو ته راغلي، خو نن دویمه ورځ ده چې د پېژندپاڼو اخیستو ته په انتظار دي او هېچا ورته پام نه دی کړی.
د پېژندپاڼو وېش په بهیر کې ستونزو، د بامیانو ولایتي شورا غړیو، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو غبرګون راپورته کړی دی.
هغوی نن ورځ په یوې خبري غونډې کې د پېژندپاڼو خلاصېدو په اړه د نفوسو ثبت او احوالو ادارې په نه پام نیوکه کوي او وايي، دغه ولایت سره حکومت له تبعیض ډک چلند کوي.
د بامیانو ولایتي شورا غړې طیبه خاورې وايي، سره له دې چې څو ځلې یې د رایه ورکوونکیو نوملیکنې بهیر محدودیت او د پېژندپاڼو کموالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې، خو افغان چاراواکیو دغې موضوع ته هېڅ پام نه دی کړی.
د بامیانو ولایتي شورا غړیو، سیاسي ګوندونو او مدني فعالانو په وینا حکومت او د نفوسو ثبت او احوالو اداره، دغه ولایت ته په قصدي ډول پېژندپاڼې او نور امکانات نه استوي.
په بامیانو ولایت کې د نفوسو ثبت او احوالو ادارې مسوولان، په دې اړه د اندېښنو په تایید وايي، د پېژندپاڼو وېش سیارې ډلې د ټرانسپورټ نهشوالي له امله نشي کولی په خپل وخت سیمې ته ځانونه ورسوي.
د بامیانو د نفوسو ثبت او احوالو مدیر محمد طاهر حسني وايي، ورځ کې شاوخوا ۲۰۰ کسان د پېژندپاڼو اخیستو لهپاره د پېژندپاڼو وېش هر مرکز ته مراجعه کوي، خو له تېرو دوو ورځو راهیسې د پېژندپاڼې خلاصې شوې دي.
د ښاغلي حسني په وینا، د نفوسو ثبت او احوالو مرکزي ادارې بامیانو ته شاوخوا ۱۷۵زره پېژندپاڼې لېږلي، خو د خلکو د مراجعې کچې ته په پام، هغوی د پېژندپاڼو ترلاسه کولو لهپاره د تذکرو ۳۰۰زره پاڼو ته اړتیا لري.
د بامیانو ولایتي شورا غړیو په وینا، دغه ولایت کې ۵۰سلنه ښځې او ۲۰سلنه نارینه پېژندپاڼې نهلري او که حکومت دغه ولایت ته لا زیاتې د پېژندپاڼې ونه لېږي، د بامیانو ۷۰سلنه وګړي به د رایه ورکولو له حقه بېبرخې شي.