
د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان تورن اسماعیل سلام وطندار ته وویل چې د داعشیانو یو قوماندان د دې ولسوالۍ په مغلالقاني سیمه کې پر یوې ۱۹ کلنې جلۍ جنسي تېری کړیدی.
د درزاب د امنیې قوماندان په وینا، دا لومړی ځل نهدی چې د داعشیانو یو قوماندان دا ډول کار کوي، بلکې لهدې مخکې یې همدا ډول کارونه کړي؛ خو دا ځل یې د خلکو غبرګون راپارولی دی.
ښاغلی اسماعیل زیاتوي، داعشیانو له ځان سره د جنسي غریزې د اشباع لهپاره ځېنې ښځې هم وړي او حتا په وروستیو کې یې پهدې ولسوالۍ کې له حیواناتو سره هم جنسي زور ـ زیاتی کړیدی.
د جوزجان د درزاب ولسوالۍ ځېنو اوسېدونکیو هم سلام وطندار ته تایید کړه چې د زید په نوم یو داعشي قوماندان ـ چې اصلاً د فاریاب اوسېدونکی دی ـ یوه ۱۹ کلنه کوژدن شوې جلۍ ۳ شپې له ځان سره ساتلې وه او هره شپه یې پرې جنسي تېری کړیدی.
داعشیانو تر دامهال پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.





