
د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز وايي، دوه اوونۍ وړاندې هرات کې د کرونا ویروس د لومړۍ مثبتې پېښې له ثبت وروسته، تېرو ۲۴ ساعتونو کې هرات کې د کرونا ویروس ۳۶ مشکوکې پېښې ثبت شوي چې درې یې مثبتې دي.
نوموړي چې نن په يوي خبري ناسته کې وينا کوله وويل، درې واړه ناروغان هرات کې د کرونا لپاره ځانګړي شوي لس بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
فېروز الدین فېروز زياته کړه چې د کرونا مثبتې پېښې له بل هېواد نه راغلې دي او دا ويروس تر اوسه په دې ټولنه کې نه دی خپور شوی.
نوموړي ټينګار وکړ چې د کرونا ويروس مخنيوی کېدای شي او له خلکو يې وغوښتل چې عمومي ځايونو ته له تګ او راتګه ډډه وکړي.
له دې سره هم مهاله ولسمشر غني وايي چې که چېرې کرونا ويروس په چټکۍ سره خپور شي؛ نو حکومت به د بوديجې فوق العاده تعديل لپاره ولسي جرګې ته مراجعه وکړی.

نوموړي دا څرګندونې د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې د دویم کال د پرانیستې په مراسمو کې وکړې او له خلکو يې وغوښتل چې په ټولنه کې احتياطي برخوردونه وکړي تر څو د دې ناروغۍ مخنيوی وشي.
ورته وخت کې د هرات د عامې روغتیا رییس نیوکه کوي، چې په اسلامکلا بندر زرګونه افغانان را اړول کېږي، خو د کرونا ویروس د تشخیص لپاره وسایل نه لري او له امله یې دغه ولایت کې د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي.
افغانستان دا مهال ۱۱۹ د کرونا مشکوکې پېښې لري چې ۴ مورده یې مثبت او ۱۱۵ یې منفي دي.
داسې اوازې هم خپرې شوې دي چې د هرات له حوزوي روغتون نه يو کس چې په کرونا اخته شوی، تښتېدلی دی؛ خو د عامې روغتيا وزارت وياند وايي، په دې اړه معلومات نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د هرات د پوهنې رياست د يوې اعلاميې په خپرولو سره په دې ولايت کې د لياقت ازموينه، د سويې او مشروطي ازموينې هم ځنډولې دي. همداراز د حکومت له لوري ۲۵ میلیونه ډالر هم د دغې ناروغۍ مخنیوي لپاره ځانګړي شوي دي.





