د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې پوستې د طالبانو برید کې ۳۰ تنه سرتېري وژل شوي دي.
د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بېک سلاموطندار ته وویل، طالبانو له جګړې وروسته دوه هاموي زغروال موټر او څو میله درنه او سپکه وسله له ځانه سره وړې ده. د ښاغلي بېک په خبره، دا جګړه د بادغیس لهپاره د طالبانو نومول شوي والي رهبري کوله.
د ولایتي شورا رییس ادعا کوي، د طالبانو دغه سازمان شوی برید د اختر اوربند شپو او ورځو نه په استفادې د راټولو شویو معلوماتو پربنسټ شوی دی.
خو د بادغیس ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني وايي، په دې نښته کې ۹ طالبان وژل شوي او ۸ تنه یې ټپیان شوي دي. زیاتوي، طالبانو د اردو ۲ هاموي زغروال موټر سوځولي دي.
ورته وخت کې د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند نقیبالله امیني دا هم وايي چې طالبانو د دې ولایت پر ابکمري ولسوالۍ له څوو خواوو بریدونه وکړل له څوو ساعتونو جګړې وروسته د ولسوالۍ ځېنې برخې یې ونیولې.
دی وايي، په دې جګړه کې ۱۵ طالبان ووژل شول او ۲۰ تنه ټپيان شول؛ له امله یې ماته وخوړه.
ښاغلی امیني وايي، په دې نښته کې د ولسيپاڅونوالو یو سرتېري وژل شوی دی او دوه سیمهییز پولیس ټپیان شوي دي.