خلیل، په غور کې د هغه ځوان مستعار نوم دی چې د بېوزلۍ، بېکارۍ او ناامنۍ له کبله یې ځان د انسان قاچاقیانو ته وسپاره او ایران ته وخوځېد. خلیل وايي، د یوه غوره او ارام ژوند په خیال ایران ته لاړ، خو د لارې په اوږدو کې یې د ژوند تر ټولو سختې ورځې یې ولیدلې.
خلیل چې تراوسه یې د سفر پر مهال د سختو ورځو نښې پر څېره پاتې دي وايي، په نیمروز ولایت کې یې ځان قاچاقیانو ته وسپاره، «قاچاقیانو د لارې په اوږدو کې له ۳۰ تر ۴۰ کسان په داسې موټرو کې واچولو چې ۱۰ کسان پهکې ځایېدل. موږ هم په دې ډله کې ایران ته وخوځېدو.» نوموړی وايي، قاچاقیانو پر لاره ورته ډوډۍ نه ورکول، ان دا چې یو شمېر ځوانانو پر لاره ورته بېهوښه شوي وو.
خلیل د سختو ستونزو له زغملو وروسته ایران ته رسېږي؛ خو هغه څه یې چې تمه وه، ورته و نه رسېده. نوموړی وايي چې ایران ته تر رسېدو وروسته یې په یوه اتلس پوړیزه ودانۍ کې کار پیل کړ، خو د کار خاوند له دوو اوونیو وروسته ورته نیمايي حقوق نه ورکوي او پولیسو ته په تسلیمېدو یې ګواښي.
خلیل د دې لپاره چې پولیس یې و نه نیسي، په بېلابېلو ځایونو کې اوسېده او بالاخره د پولیسو لاس ته ورځي او هغوی یې د «سنګسفید» په نوم پوستې ته سپاري. د خلیل په وینا، ایراني پولیسو لومړی هر څه ترې واخیستل او وروسته یې د ده په ګډون لسګونه نور کډوال د خپلو تشنابونو، جامو او کمپلو مینځلو ته اړ کړل.
خلیل د یادو سختیو تر زغملو وروسته افغانستان ته راځي، خو بېوزلي او بېکاري لامل کېږي چې بیا یې قاچیان وغولوي او ایران ته وخوځېږي. د غور دغه ځوان وايي چې قاچاقیانو دا ځل ورسره غوړې غوړې ژمنې وکړې، خو په وینا یې چې دا ځل یې له هغه بل نه ډېرې سختۍ ولیدې او انساني قاچاقیانو دی او د ده نور ملګري نورو قاچاقیانو ته وسپارل.
خلیل وايي، قاچاقیانو د یوه کس د خوشې کولو په بدل کې ترې ۲۰۰ زره تومان غوښتل او تر هغې یې چې یادې پیسې ورته رسولې، ده او ملګرو یې په اوونیو اوونیو لوږې او بېحمامي تېره کړله. د نوموړي په وینا، قاچاقیانو پهدې موده کې وهلي او ان ځینو د ډېرې شکنجې له کبله ژوند هم له لاسه ورکړ.
انساني قاچاق؛ د کندهاري ځوان کیسه
افغانستان په انساني قاچاق کې دویم مقام خپل کړ
«تېر کال ۹۵ تنه د انساني قاچاق په تور نیول شوي»
د غور د کډوالو چارو ریاست مسوولان هم وایي چې بېرته راستانه شوي کډوال د قاچاقیانو او د ایران د پوله ساتیو ځواکونو په اړه ټکان ورکوونکې کیسې لري. د غور د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس عبدالرووف غفوري وايي، د ۲۰۱۸ کال له پیل نه تر اوسه شاوخوا ۱۴۵۵ کډوال له ایرانه غور ته راستانه شوي چې ډېری یې کمعمره ماشومان دي. نوموړی دغه ولایت ته د راستانه شویو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.
په همدې حال کې د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي هم له ایرانه د راستانه شویو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې ګڼ شمېر ځوانان هر کال د بېوزلۍ، بېکارۍ او د دولت د نه پام له امله ځان قاچاقیانو ته سپاري او ګاونډیو هېوادونو ته ځي. د نوموړي په وینا، د قاچاقیانو ترڅنګ، پولیس هم یادو ځوانانو ته سپکاوی کوي، وهي یې او ناوړه ګټه ترې اخلي.
د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مېکانیزم (NRM) ، د افغانستان دولت د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون له لوري جوړ او تدوین شویدی. د دې میکانیزم موخه لارښوونه کوي چې د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق د قربانیانو د ملاتړ، پېژندنې او ارجاع په پار د دولت او مدني ټولنو لارښوونې لهمخې قاچاقیان وپېژني او د انسانيقاچاق سره د مبارزې قانون د (۲۰۱۷ کال مصوبې) پر اساس یې قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې د ملي مېکانیزم په نهمه ماده کې لولو چې د انساني او کډوالۍ قاچاق د قربانیانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ باید په لاندې ډول وشي.
- د تخصصي خدمتونو وړاندې کول (روغتیايي، اروايي، حقوقي مشورې، د ژوند، زده کړو او اوسېدو خدمتونه)
- قربانیانو ته د انساني او کډوالۍ قاچاق د اړوندو دوسیو په اړه معلومات ورکول.
- د انساني او کډوالۍ قاچاق قربانیانو ته د هغوی د کورنیو خوندیتوب په اړه ډاډ ورکول.
- د انساني او کډوالۍ قاچاق د قضیو پټ ساتل او په اړه یې قربانیانو ته ډاډ ورکول.
- د قضیو د مظنونینو او تورنو کسانو په توګه جنايي څېړنو ته د انساني او کډوالۍ قاچاق قربانیانو ته تکلیف نه ورکول.
- د انساني او کډوالۍ قاچاق د قربانیانو روا غوښتنو ته درنښت کول.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسوولان په هېواد کې د انساني قاچاق په اړه د اندېښنې ترڅنګ وايي، د جګړې دوام، د قانون د حاکمیت نقض، له سزا نه د بښل کېدو کلتور موجودیت، بې وزلي او بېکاري د انساني قاچاقیانو لاس ته د غور د اوسېدونکیو لوېدلو اصلي لاملونه دي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند محمدبلال صدیقي وايي، د کډوالۍ قانون او ګواښونو په اړه د خلکو او پوله ساتیو ځواکونو نه پوهېدل اوس هم د دې لامل کېږي چې کډوال له ناوړه چلن سره مخ شي. صدیقي له دولت او عدلي او قضايي ارګانونو غواړي چې له انساني قاچاقیانو سره جدي چلن وکړي.
د غور د سیمهییزو مسوولانو په وینا، سره له دې چې د انساني او کډوالۍ قاچاق د ګواښونو په اړه یې تل خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی، خو اوس هم د دغه ولایت ګڼ شمېر ځوانان د بې وزلۍ او بېکارۍ له کبله خپل هېواد پرېږدي او په قاچاقي توګه نورو هېوادونو ته ځي.
اړوند مطالب: