په امنیتي برخو کې د اطلاعاتي منسوبینو ازاد لاس نه‌شتون خونړۍ پېښې زیات کړي

یو شمېر پوځي شنونکي او د ولسي جرګې غړي وايي، چې اوس‌مهال په امنیتي او پوځي څانګو کې د هېواد اطلاعاتي څانګو ته اجازه نه ورکول کيږي، چې په سمه او ازاده توګه خپله دنده پرمخ یوسي.

دوی زیاتوي، چې د افغان حکومت د اطلاعاتي څانګو ازاد فعالیت مخنیوی د دې لامل شوی، چې د ملي اردو او نورو امنیتي څانګو کې وسله‌وال مخالفین نفوذ وکړي او وروسته بیا خونړي بریدونه ترسره کړي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي او ځینې سیاسي شنونکي وايي، چې ترڅو پورې حکومت د اطلاعاتو شبکو پر پیاوړتیا پانګونه ونه کړي امنیتي وضعیت به ښه نه‌شي.

طالبانو د جمعې ورځ بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول ډله ییز برید وکړ، چې په پایله کې یې د ملي اردو له ۱۰۰ زیات اړوندان وژل او ټپیان شوي دي.

یو شمیر پوځي شنونکي او د ولسي جرګې غړي د اطلاعاتي شبکو کمزورتیا د دا ډول خونړیو بریدونو لامل بولي او ټینګار کوي، چې باید حکومت اجازه ورکړي امنیتي مسلو کې د اطلاعاتي څانګو لاس ازاد وي او له بې‌ځایه لاسوهنې ډډه وکړي.

د ولسي جرګې غړی عارف رحماني وايي، چې امنیتي ځواکونه د طالبانو پر ضد په ټول توان مبارزه کوي، خو د امنیتي ځواکونو اطلاعاتي برخه کمزورې ده.

همدارنګه د پوځي چارو شنونکي عتیق الله امرخیل سلام وطندارته وویل، چې کمزوری مدیریت، پراخ فساد، اړیکې او د جزا قانون نه پلي کیدو له امله طالبان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ځري پيدا کوي.

امرخیل زیاته کړه، چې افغان چارواکي هیواد ته د خدمت پر ځای د څوکۍ او قدرت په فکر کې دي.

 بل پوځي شنونکي کابل خان تدبیر هم سلام وطندارته وویل، ترهغو چې د افغانستان استخباراتي څانګې په سمه توګه سمبال نه شي وضعیت به ښه نشي.

د تدبیر پروینا، په امنیتي بنسټونو کې د مکافاتو او  مجازاتونو قانون نشتوالي او په دغو بنسټونو کې د زورواکانو نفوذ ددې سبب شوی چې هیواد هره ورځ د ورته شان خونړیو بریدونو شاهد واوسي.

خو د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د شنونکو خبرو په رد سره وویل، چې په وروستیو کلونو کې د ملي دفاع وزارت په بیلابیلو برخو کې وړ او تکړه کسان پر دندو ګومارل شوي دي.

وزیري زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونه په څو ولایتونو کې د ترهګرو ډلو پر ضد جنګیږي:

وزیري بلخ کې په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د طالبانو نفوذ ردوي.

د سیاسي چارو شنونکو او د ولسي جرګې غړو سربیره د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کارونکو هم د ۲۰۹ شاهین قول اردو انځورونو په خپرولو سره د امنیتي چارواکو پر کمزورتيا کلکې نیوکې کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام