په افغانستان کې لاهم د ملاريا د ګواښ کچه لوړه ده

د عامې روغتیا وزارت موندنې ښیي، په هېواد کې ۷۵ سلنه وګړي په هغو سیمو کې ژوند کوي، چې د ملاریا لوړ یا هم منځنۍ کچې په مرض اخته کېدو  خطر يې شته.

(د ملاریا پر وړاندې مبارزه د راتلونکې له پاره پانګونه ده) ترعنوان لاندې نن شنبه د ( ۲۰۱۵ زېږدیز/ اپريل ۲۵) په افغانستان کې د ملاريا نړېواله ورځ و لمانځل شوه او دغه ورځ د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو کې هم لمانځل کيږي.

په همدې اړه کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته  ته د عامې روغتیا د پاليسۍ جوړونې مرستیال احمد جان نعیم وویل، چې د ملاریا ناروغۍ ۸۵ سلنه په ختیځ ولایتونو لغمان، ننګرهار او کنړ ولایتونو کې لیدل شوې.

د نوموړي په وینا، ۴۸ سلنه وګړي يې په هغو سیموکې ژوند کوي، چې د ملاریا کم خطر او ۲۴ سلنه یې بیا په داسې سیموکې ژوند کوي، چې د ملاریا خطر په کې نه شته.

په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته د نړېوال روغتیایي سازمان استازی ډاکټر ریچارډ پيرکارد وویل، چې په تېره لسيزه کې د ملاريا پر ضد مبارزه ډېره ګټوره تمامه شوې او د دې ناروغۍ څخه د مرګ ژوبلې کچه يې پنځوس سلنې ته را ټيټه کړې ده.

پيرکارد زیاته کړه، ملاريا ضد واکسين له کبله په نړۍ کې نږدې د ۴ میلیونه  وګړو ژوند ژغورل شوي.

د هغه په وینا د افغانستان په ګډون د اسيا او افريقا په لويه وچه کې بيا دا ناروغۍ د ډېرو وګړو روغتيا ته يو ستر ګواښ دی.

د روغتیا نړېوال سازمان د راپور له مخې په نړۍ کې ۳،۳ بلیونه خلک په ۹۷ هېوادونو کې د ملاریا ناروغۍ تر خطر لاندې ژوند کوي.

دغه راز، په ۲۰۱۳ لمریزکال په ټوله نړۍ کې ۱۹۸ پېښې د ملاریا رامنځته شوې، چې نږدې ۶۰۰ زره مرګ ژوبله يې درلود، چې  له جملې يې ۹۰ سلنه په افریقا کې له ۵ کلنۍ کم عمره ماشومان په یاده ناروغۍ اخته وو.

ملاریا یوه موسمي ناروغي ده، چې وګړي په اوړي موسم کې ورسره مخ کیږي، خو ډاکټران وایې په هغو سیموکې چې د ملاریا خطر لاندې سیموکې ژوندي کوي باید وګړي یې په مني او ژمي کې هم په پشه خانو کې وده شي.

دوی وایې، چې کورونو ته نږدې د ډنډو اوبو له منځه وړل، د غوماشو له چیچلو ځان ساتل له دې ځان وژونکې ناروغۍ مخنیوی کیدی شي.

د ملاریا ناروغۍ معموله نښه نا منظمه تبه چې په ۲ ــ۳ ورځو کې تکراریږي او وروسته په لړزه بدلیږي، د پورته نښو سره سره زړه بد والی، سر دردي، ملا او ځان دردي هم د ملاریا ناروغۍ له نښو ګڼل کیږي.

خو د شدیدي ملاریا ناروغۍ نښې بیا کم خوني، بیهوشي، دماغي ستونزې، په تللو، خبروکولو، خوړلو او څښلو کې ستونزې، له پوزې او نور بدن څخه وینې بهیدلو سربېره د ۳۹ سانتي ګراډ درجو د بدن ګرمېدل د شدیدې یا خطرناکې ملاریا ځانګړې نښې ګڼل کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام