ددې ولایت امنیتي چارواکي وايي، په امینه قوماندانۍ د شوي برید په تړاو یې ۱۴ هغه پولیس او امنیتي چارواکي نیولي، چې د دندې پرمهال یې غفلت کړی و.
دلوګر امنیه قوماندان مل پاسوال عبدلحکیم اسحاقزي سلام وطندار ته وویل، په نیول شویو کسانو کې د امنیه قوماندانۍ دلمړۍ دروازې مشر او د ورځې نوکریوال شامل دي.
اسحاقزی وایي، دغه پرېکړه دکورنيو چارو وزارت له خوا د پېښې په اړه پلټونکي پلاوي کړې ده.
دکورنيو چارو وزارت د لوګر ولایت پر امنیه قوماندانۍ د شوي برید د څرنګوالي په اړه یوه پلټونکي ډلګۍ ټاکلې وه، چې له پلټنو وروسته یې د ۱۴ کسانو څخه د پوښتنو ګرویږنو سپارښتنه کړې ده.
امنیتي چارواکي وايي، دوي لا داسې شواهد نه لري، چې ګوندې دغه کسانو به په برید کې وسله والو سره لاس یو کړی و.
اسحاقزی زیاتوي، اوس مهال نیول شوي کسان د وظیفوي غلفت په تور څارنوالۍ ته ور پيژندل شوي، چې له تحقیقاتو وروسته به یې په پېښه کې لاس درلودل یا نه درلودل څرګند شي.
د تیرې اونۍ د سه شنبې په ورځ(دفبرورۍ په ۱۷مه) څلور تنه ځانمرګو بریدوګرو دلوګر پر امنیه قوماندانۍ برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د یوه ملکي وګړي په ګډون ۲۳ پولیس ووژل شول او نهه نورټپيان شول.
دا بريد د ۲۰۱۵ کال له پیل راهيسې دخپل نوعیت له مخې لومړی هغه و، چې ډير پولیس په کې ووژل شول.





