په افغانستان کې شاوخوا ۳ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د نومبر ۲۰ نېټه د ماشومانو له نړیوالۍ ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په ټوله نړۍ کې نماځل کېږي او افغانستان هم هر کالې دغه ورځ د ماشومانو په برخه کې د شمېرو په ارایه کولو نمانځي.

د پوهنې وزارت د نشرانو رییس کبیر حقمل وویل، چې د یونیسف او نورو نړیوالو بنسټونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۳ میلیونه ماشومان زده کړو ته لاس رسی نه لري او زیات یې کړه، چې نا امني، ناوړه دودونه او بېوزلي زده کړو ته د ماشومانو د نه لاس رسي لاملونه دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رسنیو سلا کار عبدالفتاح احمدزي سلام وطندار ته وویل، هغه شمېرې چې دوه کاله مخکې خپرې شوې وې، ښکاره کوي، چې په هېواد کې ۳ میلیونه ماشومان کار کوي او له دې ډلې یو نیم میلیون ماشومان په سختو او درنو کارونو بوخت دي.

افغانستان کې ماشومان د ټولنې زیانمنه طبقه ده او د یوې مړۍ ډوډۍ د پيداکولو له پاره د کور له چارو نیولې د واټونو او سړکونو پر سر له خپل توان پورته کارونه کوي.

د راپورونو له مخې اوس هم په افغانستان کې د جګړو په کرښو کې ماشومان موجود دي، په ماشومانو جنسي تېري کېږي او په کوچني والي کې د هغوی ودونه هغه لاملونه دي، چې اوس هم افغان ماشومان ورسره لاس او ګرېوان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام