د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې په هېواد کې د "فیستولا" ښځينه خطرناکې ناروغۍ سره له کلونو مبارزې وروسته اوس دغه مرض ۹۷ سلنه کم شوی دی.
دوی وايي، چې پخوا په افغانستان کې د امیدوارو یا باردارو ښځو ۸۵ سلنه د همدغې خطرناکې ناروغۍ له امله مړې کېدې، خو اوس يې دغه کچه صفر ته نژدې کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت د امیدوارۍ ریاست سرپرسته ډاکټره زلېخا انوري په هغه ناسته کې، چې د "فیستولا له منځه وړلو "د نړېوالې ورځې په موخه جوړه شوې وه وویل، چې په ۲۰۰۷ م ز کال کې د فیستولا ښځينه ناروغۍ د درملنې په موخه په کابل کې یو مرکز رامنځ ته شو، چې په هغه وخت کې ۸۵ سلنه ښځې د همدغو ناروغيو له امله مړې کېدې.
د نوموړې پر وینا، که څه هم په افغانستان د دغه مرض کچه ډېره کمه شوې، خو اوس هم افغانستان د دغه مرض له امله د نړۍ د هېوادونو د جدول په سر کې ځای لري، چې د ښځو د مړينې سبب کېږي.
عامې روغتیا وزارت د امیدوارو ښځو د ریاست سرپرسته زیاتوي، چې د ښځو د مړينې په کچه د ۲۰۰۰ م ز کال راهیسې د پام وړ کموالی راغلی.
د نوموړې پر خبره، په یاد کال کې ۱۶۰۰ ښځې د بېلابېلو ناروغیو له امله له منځه تللې، خو اوس دغه کچه ۳۲۷ تنو ته راښکته شوې.
له بل لوري د ملالۍ زېږنتون د فیستولا څانګې ډاکټره نظیفه همراه وايي، چې په افغانستان کې ولادتونه په صحي مراکزو کې نه کيږي، نو له همدې امله ښځې په دغو مرضونو اخته کېږي.
ولادي فیستولا یوه خواشینونکې ناروغي ده، چې بېوزله، زیان منونکې او محرومې ښځې او نجونې د زېږون پر وخت په دې ناروغۍ اخته کېږي.
دغه ویجاوړوونکې ناروغۍ د روغتيايي خدمتونو او پاملرنو ته د نه لاس رسي، ټولنیز، اقتصادي او جندر نابرابري، مکرر زېږونونو او په ټيټ عمر کې د واده کولو له امله پېښيږي.
ولادي فیستولا، يوه پټه غمیزه ده، چې د زېږون اړوند تر ټولو سخت ټپ یا معلولیت دی.
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې دا ناروغي پر وخت او کافي روغتيايي خدمتونو نه موجودیت، جراحي نشتون او د اوږدمهاله اختلاتي یا انسدادي زيږون له امله د زېږون په کانال کې رامنځته کېږي.
د ویلو ده، چې په کابل کې ملالۍ زېږنتون یو له هغو دوو روغتونونو دی، چې د فیستولا ناروغۍ په کې د جراجي عملیاتو له لارې تداوي کېږي.
دغه مرکز په ۲۰۰۷ م ز کال رامنځ ته شو، چې هر کال ۱۵۰ تنو ناروغانو ته د جراحي درملنې خدمات وړاندې کوي.