په افغانستان کې تر ۲۰۲۴ کاله د ناټو د مرستو تمدید په اړه خبرې دوام لري

د ناټو عمومي مشر جنز ستولنبرګ نن د دې تړون د نوې دورې د شروع په غونډې کې وویل چې د شمالي اتلانتیک سازمان د غړیو هېوادونو یا ناټو ترمنځ مشورې روانې دي چې له افغانستان سره د ناټو پوځي او مالي مرستې دوام وکړي او که نه. په قوي احتمال ویل کېږي، چې د ناټو مرستې به تر ۲۰۲۴ کاله پورې دوام وکړي.

له افغانستانه د ناټو سازمان د ملاتړ په اړه به د روان کال تر جولای پورې خبرې ـ اترې روانې وي او د غړیو هېوادونو په بلې غونډې کې به نهايي شي.

د ناټو عمومي مشر د سولې او خبروـ اترو په اړه تر اوسه په‌دې باور دی چې طالبانو ته د سولې شوی وړاندیز ډېر سخاوتمندانه دی او دا ډله باید له‌دې موکې ګټنه وکړي او د وینو خونړیو کلونو ته د پای ټکی کېږدي.

ښاغلي ستولتنبرګ د طالبانو پسرلینو «خندق عملیاتو» په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، ناټو په ټول قوت د افغان امنیتي او نظامي ځواکونو سره د مشورو، مرستو او همکاریو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام وکوي.

هغه په افغانستان کې راتلونکیو ټاکنو ته په اشارې سره وویل چې د ټاکنو بهیر د امنیت ټینګښت اصلي مسوولیت د افغان ځواکونو دی؛ له‌دې کبله به د ټاکنو په ورځو کې د امنیت ټینګښت په برخه کې د ناټو ونډه کمه وي.البته او د ښاغلي ستولتنبرګ په باور، په راروانو ټاکنو کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ د ناټو د پخوانیو ژمونو څخه یوه هغه وه.

ویل کېږي چې په‌دې مشهورې ودانۍ کې دا د ناټو غړیو هېوادونو د مشرانو وروستۍ غونډه وي او له‌دې غونډې وروسته د ناټو غړي نوې ودانۍ ته لېږدول کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام