په استقلال روغتون کې د جراحي او سوځېدنې مرکز ودانۍ پرانېستل شوه

د استقلال روغتون د جراحي او سوځېدنې مرکز ودانۍ چې ۵۰ بستره لري او د نړیوال روغتیايي سازمان او د ایټالیا مرستندویه ادارې له لوري پرې ۶۳ میلیونه افغانۍ لګېدلي، نن پرانېستل شوه.

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز په استقلال روغتون کې د یاد مرکز پرانېست‌غونډې ته وویل، که څه هم برسېرنې سوځېدنې په نورو روغتونونو کې هم د درملنې وړ دي، خو د ژورې سوځېدنې د درملنې لپاره د دا ډول مرکز جوړېدو ته اړتیا وه.

اړوند مطالب:

بلخ؛ یو ۳۶۰ بستریز روغتون ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

کابل کې یو ۲۰۰ بستریز روغتون پرانېستل شو

په ورته وخت کې د استقلال روغتون مسوولان د جراحي او سوځېدنې مرکز په جوړېدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وايي، د دغه مرکز په جوړېدو سره به د سوځېدلیو ناروغانو ستونزې هوارې شي.

د استقلال روغتون د سوځېدنې او پلاستیکي جراحي مرکز مسوول احمدشاه وزیر وايي، د تېرو کلونو په پرتله په وروستیو کلونو کې د سوځېدنې په برخه کې مرګ او میر ۱۵ سلنه را ټیټ شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام