په اروزګان کې د سیمه ییزو پولیسو د قومندان پر کور برید ۱۱ تنه ووژل

دغه برېد د ارزوګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ په سلطان محمد ناوه سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو د یو مشهور قومندان پر کور شوی دی.

د قومندان عبدالصبور پر کور تېره شپه ناوخته برید شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه اخیستلو په شرط سلام وطندار ته ویلې، چې وسله والو طالبانو له څوو میاشتو راهیسې د ځمکې لاندې یو تونل کاږلی و.

دغې سرچینې وویل، دغه تونل یې د قومندان عبدالصبور د کور تر مخې پورې کیندلی و، چې د تونل له لارې یې د قومندان کور پر بمونو والوځاوه.

د سرچینې په قول په دې بمي چاودونو کې ۳ ښځې، ۲ ماشومان او د یاد قومندان ۶ساتونکي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له چاودونو سره سم په سیمه کې جګړه هم پېل شوې وه.

تر اوسه پورې کومې ډلې د پېښې مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

وسله والو په هېواد کې څو وارې دغه شان بريدونه او تاکتيکونو کار اخیستي، چې له دې مخکې وسله والو طالبانو د کندهار له مرکزي زندان نه د کیندل شوي تونل له لارې بندیان تښتولي وو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام