له پرون راهیسې د کونړ پر دانګام او سرکاڼو ولسوالیو پاکستاني پوځ ۴۳۵ توغندي ویشتي چې له امله یې د سرکاڼو ولسوالۍ د ګنجګل په څپري سیمه کې یو ملکي وګړی وژل شوی هم دی.
د کونړ پر سرکاڼو او دانګام ولسوالیو دا تازه بریدونه کابل ته د پاکستان د صدراعظم شاهدخاقان عباسي له سفر وروسته کېږي.
بېځایه شوي کډوال وايي، دولتي او نادولتي ادارې د ګوتو په شمېر کورنیو سره د خوراک، څښاک او کورنیو وسایلو مرستې کوي؛ خو ډېرې کورنۍ شته چې تر اوسه ورته هېڅ نهدي ورکړل شوي.
بېځایه شوي کډوال وايي، ژوند یې له کړاوونو او ستونزو خالي نهدی.
دوی له دولته د مرستې غوښتنه کوي.
بېځایه شوي کډوال وايي، لویه ستونزه یې د سرپنا نهشتوالی دی.
د کونړ مرستیال والي ګلمحمد بیدار وايي، تېرو دوو اونیو کې سلګونه کورنۍ بېځایه شوي؛ خو د دوی ټیمونو ترې ایله ۳۱۰ کورنۍ ثبت کړي او وار په وار ورسره مرستې کېږي.
د ښاغلي بیدار په وین، ممکن د دې کورنیو شمېر تر ۸ سوو ورسېږي.
پهدې اړه مو د کونړ د کډوالو چارو ریاست د نظر اخېستلو هڅه هم وکړه؛ خو د ټیلیفوني اړیکې په نه ځوابولو سره د هغوی د نظر په اخېستلو بریالي نهشوو.
چارواکي وايي، لا هم د کونړ پر دانګام، سرکاڼو، خاصکونړ، مرورې او دانګام ولسوالیو د پاکستاني پوځ وقفه يي بریدونه روان دي چې خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.
د حکومتي چارواکیو دې ادعاو ته تر اوسه پاکستاني چاروکیو کوم غبرګون نهدی ښودلی.