د عامې ورغتیا وزارت په هېواد کې د ورځې په تېرېدو پر کورونا ویروس د اخته کسانو د شمېر لوړېدو خبر ورکوي او وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۵ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي. دغه تازه پېښې په کندهار، کابل، هرات، بلخ، تخار، نیمروز، هلمند او کندوز ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کندهار ولایت کې ۲۸ پېښې ثبت شوي چې تر نورو ولایتونو ډېرې دي.
د عامې ورغتیا وزارت ویاند د مړو شویو کسانو د شمېر لوړېدو خبر هم ورکوي او وايي، تر اوسه د کورونا ویروس له امله ۲۱ کسان مړه شوي او ۳۸ نور بیا بېرته رغېدلي دي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو پېښو له ډلې ۲۸ په کندهار، ۱۳ په کابل، ۷ په هلمند، ۶ په نیمروز، ۳ په تخار او یوه مثبته پېښه هم په کندوز کې ثبت شوې ده.
وحیدالله مایار ویاند خبرداری ورکوي چې په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر په ډېرېدو دی او له خلکو یې وغوښتل چې د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي ټکي په پام کې ونیسي او په کورونو کې پاتې شي.
په ورته وخت کې د هرات د عامې ورغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزی په دغه ولایت کې د کورونا ویروس له امله د یوه کس د مړه کېدو او د ۷ تازه پېښو د ثبتېدو خبر ورکوي. شېرزی وايي، یوې ۴۵ کلنې ښځې شپږ ورځې وړاندې د ګېډې له عملیاتولو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی و او د کورونا ویروس د کتلو پایله یې هم نن مثبته ختلې ده.
د هغه په خبره، د ۷ تازه پېښو په ثبتېدو سره پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۸۰ او د مړو شمېر هم ۶ کسانو ته رسېدلی دی.
د هرات محلي چارواکي په داسې حال کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲۸ شکمنو پېښو د تشخیص او کتلو خبر ورکوي چې د دغه ولایت لابراتوار د ۱۴۰ ټېسټونو د کتلو ظرفیت لري.
بل لور ته په هرات کې پر کورونا ویروس لسګونه شکمن اخته کسان خپلو معایناتو ته په تمه دي، خو تر اوسه معاینه شوي نه دي.
چارواکي په لابراتوار کې د وسایلو کموالی هغه لامل ګني چې له امله یې کم شمېر شکمن کسان کتل کېږي.