د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې د کورونا ویروس ۴۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال وحید مجروح وايي، په یاده موده کې یې ۱۱۲۲ شکمنې پېښې کتلي چې له ډلې یې ۴۱۴ هغه مثبتې ختلې دي.
د دغو تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر شپږزره او ۵۳ ته ورسېده. کابل، هرات، کندهار او بلخ بیا هغه ولایتونه دي چې ډېرې مثبتې پېښې پهکې ثبت شوې دي.
تراوسه ۷۴۵ کسان چې پر کورونا ویروس اخته شوي وو، بېرته رغېدلي، خو ۱۵۳ نور بیا بېرته رغېدلي دي.