پر سرک چادري لرونکې سوداګره

 

چادري يې نقره يي، ياقوتي، فیروزه يي او طلايي ده، مګر د ژوند حالت يې نه د نقرې غوندې زربرق لري او نه هم د طلا په څېر برېښي.

یواځې څو ټوټې جامې يې مخته په ځمکه اچولې، داسې جامې چې څو ځلې مینځل شوې، بېل بېل رنګونه لري، بېلابېلې اندازې لري، د ښځو، د کوچنیانو جامې، ټولې يې په ډبرين فرش د مبارکې روضې څنګ ته کوټه کړې دي.

نوم يې راته ونه وایه، خو ۴۵ کلنه ښکاري، د روضې څنګ ته يې جامې د پلور له پاره اچولې دي، وايي د ښځو او ماشومانو دغه جامې يې له خیاطانو را وړې، چې له پلورلو وروسته يې پیسې خیاطانو ته ورکړي او خپله برخه ترې واخلي، چې د ژوند څرخ يې پرې تاو شي.

دغسې څو نورو مېرمنو هم د خپل ژوند حال همدارنګه راته ووایه، چې دوی ټولې له سهار تر ماښامه زړې جامې پلوري.

له بله اړخه د مزار شریف ډېر ښاریان هم د دغسې مېرمنو حالت ته په ساړه ژمي کې اندېښمن دي.

 پوښتنه داده چې ایا د دې مېرمنو له پاره د پلور کوم خوندي مرکز نشته، چې دوی په ساړه ژمي کې د روضي ترڅنګ سوداګري کو ي؟

د بلخ د ښځو چارو ریاست رییسه شهلا حدید وايي، چې د لاسي سوداګرو مېرمنو له پاره يې په رابعه بلخي مارکيټ کې مناسب ځای ټاکلی، چې دوی په کې خپلې سوداوې وپلوري.

مېرمن حدید وړاندې وايي، چې که څه هم دا مارکيټ د سوادګرو مېرمنو له پاره جوړ شوی؛ خو هغو مېرمنو ته په کې هم د خپلې سوداګرۍ اجازه شته، چې په ښار کې لاس په لاس سوادګري کوي.

د بلخ د ښځو چارو د ریاست د رییسې په وینا لاسي سوداګرو مېرمنو په خپله د روضې څنګ د خپلو سودا ګانو له پاره مناسب ځای ګڼلی.

هغه وايي: « د هغه مارکیټ په داخل کې د لاس په لاس سوداګرو مېرمنو لپاره د دوی په خوښه ښه ځای برابرولای شو، که د دوی خوښه وي، موږ کوم مشکل نه لرو، همکاري ورسره کوو.»

په ورته وخت کې د بلخ ولایت د ولایتي شورا غړې مېرمن فرنګیس سوګند وايي، چې دولت باید د ښځو د ژوند د پرمختګ له پاره هڅې وکړي.

 د هغې په خبره، د لاس په لاس ښځينه سوداګرو لپاره په ژمي کې د هغوی کار خورا سخت دی.

مېرمن فرنګیس وايي: «د هغوی لپاره باید یو ځانګړی ځای په ګوته شي، تر څو یو څه ورځنی عاید ولري، هغوی له مجبوري لاسي سوداګري کوي.»

د بلخ ولایتي شورا دې غړې په رابعه بلخي مارکیت کې  د لاسي ښځينه سوداګرو له پاره د دوکانونو کرایې بېخې لوړې وبللې؛ خو ويې ویل چې باید د دې ستونزې په حل غور وشي.

سره له دې چې د ښځو د حقونو شعاریان پرېمانه دي او د ښځو د حقونو په نامه ځينې ټولنې هم فعالې دي، خو لا هم د مېرمنو ستونزې خورا ډېرې دي.

د مېرمنو لپاره نیستي او بې کاري ډېر وخت خورا بايدې پایلې لرلې دي، څه موده وړاندې په مزارشریف ښار کې یوې مېرمنې د نیستۍ او لوږې له امله خپل ماشوم په ۲۵ زره افغانۍ خرڅ کړی و

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام