پر بین‌الافغاني خبرو د ولسمشر او خلیلزاد ټینګار

ولسمشر محمداشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره ولیدل.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي، په یاده غونډه کې چې تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه، دواړو لوریو یو ځل بیا «د بین‌الافغاني خبرو پر پیل» ټینګار وکړ او دا یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د راتلونکیو مذاکراتو لپاره یو ښه اقدام وباله.

په دې لیدنه کې زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه د خپلو راتلونکیو سفرونو او پلانونو په اړه ولسمشر ته معلومات وړاندې کړي دي.

په همدې حال کې خلیلزاد نن سهار له اجرایوي رییس عبدالله عبدالله سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل. صلاح‌الدین رباني هم په دې غونډه کې ګډون درلود.

د اجرایوي ریاست په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې عبدالله عبدالله په یاده غونډه کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړ چې حکومت او افغانان په یاده پروسه کې همکارۍ ته تیار دي.

عبدالله دغه راز په افغان سوله کې د اروپايي اتحادیې، چین او روسیې د حضور هرکلی هم کړی دی.

په غونډه کې دواړو لوریو پر بین‌الافغاني خبرو اترو، سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع، له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې او سولې ته د رسېدو لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

اړوند مطالب:

د یوناما د مشر او ملا برادر لیدنه

د سولې په اړه د خلیلزاد د سفرونو تازه پړاو پيل شو

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام