د غزني د ټاکنو کمېسیون دفتر نه پرانیستل‌کېدل د قانون خلاف دی

د ولسي جرګې ځېنو غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډې کې وویل چې غزني کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر بېرته نه پرانېستل‌کېد د وطنوالۍ له حقونو د یو ولایت  اوسیدونکیو د بې‌برخې کولو سبب کېږي.

د ولسي جرګې دوه غړي شاه ګل رضايي او مخدوم عبدالله محمدي د اساسي قانون دویم څپرکي کې د هېوادوالو د حقوقو په اړه پراخ بحث راغلی او په غزني ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون بېرته نه پرانېستل کېدل له غزني‌چیانو نه د همدې حقوقو اخېستل دي.

د دوی په وینا، که د افغانستان حکومت د غزني ستونزه حل نه‌کړي د افغانستان ټاکنې تر پوښتنې لاندې راځي چې ولې د یو مهم ولایت اوسېدونکي د هغوی د غوښتنو په نه منلو سره له ټاکنو بې‌برخې کېږي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر بندپاتې‌کیدلو لامل د ټاکنو کمېسیون او حکومت مدیریتي کمزوري بولي او وايي چې په غزني ولایت کې د ټاکنو کمېسیون دفتر بېرته نه پرانېستل‌کېدل د قانون خلاف عمل دی.

د ولسي جرګې رییس له حکومت او ټاکنو خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې د غزني ولایت دې ستونزې سره مسوولانه چلند وکړي.

خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې اداري ستونزه د ټاکنو کمیسیون له خوا هواره شوې او حکومت ژمنه کړې د غزني سیاسي ستونزې ډېر ژر هوارې کړي.

د ده په وینا، دوی ته ډاډ ورکړل شوی چې تر دوو ورځو به د غزني ولایت ستونزه حل شي؛ خو نه‌شي ویلی چې دا به په دوو ورځو کې حل شي او که‌نه، د ده په وینا که حل نه‌شي؛ د ټاکنو خپلواک کمېسیون په استثنايي توګه دې ستونزې ته حل لار پیدا کوي او خپله پرېکړه کوي.

غزني کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر له دوو میاشتو راهیسې د دغه دفتر په وړاندې د ځېنو اوسېدونکیو د پرلت له امله تړل شوی. د ټاکنو حوزوي‌کېدل، پر تذکزو د سټېکر لګول او په ټاکنیزو کمېسیونونو کې سمون د پرلتوالو اساسي غوښتنې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام