د ولسي جرګې ځېنې غړي د جرګې کاري بهیر کې د حکومتي چارواکیو پر لاسوهنې نیوکه کوي.
د ولسي جرګې غړی محمد نعیم لالی حمیدزی وايي، د ماليې وزیر اکلیل حکیمي، د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي او د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس اکرم خپلواک، د ولسي جرګې د اداري پلاوي په ټاکنو کې لاسوهنې کړېدي.
د ښاغلي حمیدزي په وینا، دغو حکومتي چارواکیو هڅه کړې چې د ولسي جرګې غړي د هغوی د خوښې وړ کسانو ته رایې وکړي او د جرګې اداري پلاوي په توګه یې غوره کړي.
د ولسي جرګې دا غړی هېواد کې له ترینګلي امنیتي وضعیته د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ له امنیتي چارواکیو د دسیسې جوړولو پر ځای پهخپلو اصلي دندو د تمرکز غوښتنه کوي.
د ولسي جرګې بل غړی عارف رحماني ټینګار کوی چې زموږ له لوړپوړیو چارواکیو خپل لومړیتوبونه هېر شويدي.
ښاغلی رحماني زیاتوي، داعشیان، طالبان او حقاني شبکه هېواد کې د کرکې رامنځته کولو لهپاره، مدرسې، جماعتونه او پوهنتونونه په نښه کوي؛ خو امنیتي چارواکي خپلو دندو ته د پام کولو پرځای، په سیاسي چارو کې په لاسوهنې، نفاق اچولو او دسیسو جوړولو بوخت دي.
ښاغلی رحماني د جمعیت ګوند اجرایوي رییس او د بلخ ګوښه شوي والي عطامحمد نور سره د حکومت مرکچي پلاوي ته چې د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی یې هم غړیتوب لري؛ اشاره کوي.
د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس اکرم خپلواک د لالي حمیدزي څرګندونو په اړه له څه ویلو ډده وکړه؛ خو له مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي سره په خبرو کولو کې بریالي نهشو.