پر انټرکانټیننټال له بریده ژغورل شوي: هېڅوک نه تالاشي کېدل

پر انټرکانټیننټال هوټل له ځانمرګي ډله‌ییز بریده ژغورل شوي کسان د هوټل پر امنیتي بڼه کلکې نیوکې کوي او وایي چې د هوټل ساتونکیو د امنیت په ساتنه کې زښته ټنبلي کړې ده.

د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د یک شنې په شپه ۵ ځانمرګو بریدګرو ډله‌ییز بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون د غیررسمي ریپوټونو له مخې ۴۳ کسان ووژل شول.  

له دغه بریده دوه ژغورل شوي سید ذکریا هاشمي او نوید د سترګو لیدلي حال کیسه کوي، کله چې هوټل ته لاړل د سکنر ماشینونه خراب وو او کسان له بدني تالاشۍ او د هغوی د وسایلو له کتلو پرته هوټل ته ورننوتل.

دوی وايي، د تالاشۍ مسوولانو به له میلمنو یوازې په لفظي ډول پوښتنه کوله چې وسله خو به نه لرئ او بس. له دې پرته هېڅ ډول پلټنه نه کېدله.

د دې پېښې شاهدان وايي، بریدګر هر خونې ته ورننوتل او پر خلکو یې ډزې کولې او لاسي بمونه یې ورغورځول.

د دوی په وینا، د دې پېښې د وژل شویو او ټپیانو شمېر له هغه زیات دی چې په رسنیو کې خپور شوی دی.

دغه راز کورنیو چارو وزارت په برید کې د وژل شویو شمېر یوازې ۱۸ کسان اعلان کړی دی.  

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي، د انټرکانټیننټال هوټل د امنیت ساتنې مسوولیت یوې خصوصي کمپينۍ پر غاړه درلود او اوسمهال یې د دې کمپنۍ فعالیت بند کړی دی.

ښاغلی رحیمي زیاتوي، د پېښې په تړاو د دوی څېړنې لا هم روانې دي.

بریدګرو شاوخوا ۹ بجې په هوټل برید وکړ او دغه نښته د سبا ورځې تر یوې بجې پورې دوام درلود.

هغه غږیز کلپ چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی په کې اورېدل کېږي چې بریدګر له خپل قوماندانه له کوم لرې ځایه د تیلیفون له لارې قومانده اخلي. دغه خبرې ښيي، چې بریدګر د افغانستان د سویل ختیځو سیمو په لهجه خبرې کوي په دغه کلپ کې د یوه لهجه د قبایلي سیمې د وزیرو یامسعودو ده. قوماندان بریدګرو ته وايي، چې والیان او د ولایتونو مسوولان  د هوټل په خونو کې دي او باید ویې وژني.

په دې تیلیفوني خبرو اترو کې امر ورکول کېږي چې د هوټل د خونو دروازې دې د لاسي بمومونو په مرسته والوزوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام