طالبان کندوز کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د برېښنا مصرف پیسو، عُشر او زکات له راټولولو وروسته اوس پهدې ولایت کې له پراختیايي پروژو هم باج اخلي.
د کندوز ولایتي شورا غړی امرالدین ولي سلاموطندار ته وايي، د ځايي ادارې د مدریت د ناتوانۍ له امله طالبان له پراختیايي پروژو باج واخلي.
د ده په وینا، دغه چاره په ښکاره ډول د حکومت کمزورتیا ښيي چې د طالبانو لهپاره ډېر مالي امکانات په لاس ورکولی شي.
کندوز کې د ودانیز شرکت مسوول محمد نعیم جلالي ـ چې د قالیناوبدلو ښارګوټي جوړولو پروژې مسوول دی ـ وايي، له کله راهیسې چې طالبانو د ده کارکوونکي تښتولي؛ د دغه ښارګوټي رغنیزې چارې یې درولي دي.
د ښاغلي جلالي په وینا، کهچېرې کندوز کې وضعیت همداسې دوام وکړي؛ دغه ولایت کې به هېڅ ودانیز شرکت کار ونهکړي.

د کندوز والي ویاند عصمتالله مرادي وايي، ځايي ادارې هغو ډلو سره د قانوني چلند خبرداری ورکړی چې دې ولایت کې د پراختیايي پروژو پلي کېدو پر وړاندې خنډ جوړوي.
د ښاغلي مرادي په وینا، د کندوز امنیتي مسوولانو ته لارښوونه شوې چې د پراختیايي پروژو په مخکې که هر ډول وسلهوال ګواښ پېښوي؛ لاملین دې یې ونیول شي.
طالبانو کندوز کې د برېښنا مصرف پیسو راټولول تایید کړي؛ خو پراختیايي پروژو څخه د باج اخېستلو په تړاو څه نه وايي.
دا داسې مهال دی چې د کندوز له نهو ولسوالیو څخه درې یې د طالبانو په کنټرول کې دي او زیاتره پروژې هم هغو ساحو کې پلي کېږي چې د طالبانو په واک کې دي.





