د پروان د عامې روغتیا رییس صفي الله وارسته وايي، تېره شپه د دغه ولایت مرکز چاریکارو ښار کې د سخت باران او ورپسې سېلابونو له کبله ۵۰ کسان مړه شوي او تر ۹۰ ډېر نور ټپیان دي.
د نوموړي په وينا، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په ورته وخت کې د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، د تېرې شپې سېلابونو کې ۴۶ کسان مړه او شاوخوا ۹۰ نور ژوبل شوي دي.
د پروان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس نثاراحمد حبیبي وايي، په دې سېلابونو کې شاوخوا ۵۰۰ د هستوګنې کورونه هم وران شوي دي.
د حبيبي په وینا، امنیتي ځواکونه او ځايي خلک سیمه کې د باران له کبله ورانو شویو ودانیو او اوبو کې د خلکو په پلټلو بوخت دي.
اوس مهال د چاريکارو ښار لويې او وړې لارې د ټرافيکو پر مخ تړلې دي.