د پروان ولایت پر ګلغونډۍ د ارغوان ګل اوومه دودیزه میله جوړه شوه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیالې مژګان مصطفوي پهدې اړه جوړې شوې غونډه کې وویل؛ کلتوري فرصتونه، لکه د ارغوان ګل مېله د ولایتونو د اقتصادي پیاوړتیا او د فرهنګي بډاینې لپاره ګټور دي.
د مصطفوي په وینا، دا ډول فرصتونه نړیوالو ته یو جګړه ځپلی افغانستان د یوه فوقالعاده فرهنګي هېواد په توګه ور پېژني او خورا ارزښتناک ثابتېدلای شي. د نوموړې په وینا، په دا ډول مراسمو کې د نورو مېلو ترڅنګ، د لاسي صنایعو نندارتونو جوړول، د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځینهوو د اقتصاد په پیاوړتیا کې ډېر رول لوبوي.
که څه هم له تېرو اوو کلونو راهیسې د ارغوان ګل مېله په رسمي بڼه په پروان کې جوړېږي، خو تراوسه په ګلغونډۍ کې د مېلې لپاره د مناسب ځای جوړولو لپاره پام نهدی شوی.
اړوند مطالب:
ننګرهار کې د نارنجګل کلنۍ او دودیزه مشاعره وشوه
په بامیان کې د زردالو ګل لومړنۍ جشنواره جوړه شوه
د ګلغونډۍ په میلهځای کې د ارغوان ګل د مېلې یو شمېر ګډونوال وايي، اسانتیاوې او شته خدمتونه په دې مېلهځای کې کم دي.
روزیتا عمرزاده او پرستو بهزاد وايي، په یاده سیمه کې د مېلې پر مهال د جګړې کېدو تر څنګ، د مېلې لپاره لازم ځایونه نهدي جوړ شوي، هوټلونه، پارکونه او نورې اسانتیاوې نهشته او پهکار ده چې ورته پام وشي.
د سږني ارغوان ګل مېله کې د ویناوو ترڅنګ، مشاعرې، موسیقي، تیاتر، لوبې او د لاسي صنایعو او سیمهییزو خوړو نندارتونونو ته هم ځای ورکړل شوی و.