مرموز ډوله او هدفي وژنې او په طالبانو پورې د تړلو کسانو خوځښتونه د پروان د مدني فعالانو د اندېښنې لامل شوي.
د پروان یو شمېر مدني فعالان وايي، امنیتي ځواکونه د دې ولایت د اوسېدونکیو امنیت تامینولو کې پاتې راغلي دي.
دوی خبرداری ورکوي، کهچېرې جدي پام ونهشي؛ هدفي وژنې به نورې هم زیاتې شي او د دولتي مامورینو په ګډون به هېڅوک خوندي نه وي.
د پروان د مدني ټولنو بنسټونو بورډ مسوول، ډاکټر محمدشفیع مشفق او د دې ولایت مدني فعال محمدجواد راسخ وايي، د امنیتي بنسټونو ترمنځ همغږي نهشته او هغوی سیاسي شخړو کې راګیر شوي دي.
ورته مطالب:
تخار کې د نامسووله وسلهوالو نښتې
یوه طالب د کابل ـ پروان پر لویه لار ۲ مسافر وژلي
خو د پروان امنیتي مسوولان د مدني فعالانو دغه ادعاوې بېاساسه بولي.
د پروان امنیه قوماندان جنرال محمد محفوظ ولیزاده سلاموطندار ته وویل، تېرو لسو میاشتو کې دې ولایت کې یوازې د قتل دوې پېښې رامنځته شوي او امنیتي وضعیت په بشپړه توګه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.
دې سره د پروان مدني فعالان وايي، امنیتي ځواکونه مسوولیت لري چې د دې ولایت د اوسېدونکیو امنیت تامین کړي او که دغه کار نهشي کولی، له خلکو دې وغواړي چې خپله خپل امنیت تامین کړي.