د افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوی سفر له پاره غوره شوی ۱۶ کسیزه کرکټ لوبډله نن د (جنورۍ پر ۲۳مه) د شفیق الله شفق په لوبډلمشرۍ له کابله د زمبابوی پلازمېنې هرارې ته روانه شوه.
د کرکټ بورډ له خوا په اعلان شوې پرمختیايي یا (الف) کرکټ ملي لوبډله کې کریم صادق او شفیق الله شفق ته هم د لوبېدو چانس ورکړل شوی.
د لوبډلې روزونکي رییس احمدزي زمبابوی ته له روانېدو مخکې سلاموطندار ته وویل، چې د افغانستان نوې ټاکونکې ډلګۍ په پام کې لري، چې وروسته له دې، ملي لوبډلې ته د غوراوي معیار عمر نه، بلکې فېټنس او ښه لوبه وټاکي.
د نوموړي پر وینا، غوره شوې ۱۶ کسیزه لوبډله د نورو لوبغاړیو په پرتله په هراړخیزه توګه په ۵ تمریني سیالیو کې ښه ځلېدلې وه او له همدې کبله د زمبابوی سفر ته غوره شوي دي.
افغان کرکټ بورډ وایي، په غوره شوې لوبډله کې کریم صادق، شفیق الله شفق، محمد خېبر، ناصرخان عمر، عمران جنت، محمد ضمیر، شاهد الله کمال، محمد ابراهیم، محمد نواز، رحمت الله ګربز، عبدالله عادل، فضل الرحمان نیازی، سید وحید الله شفق، یونس احمدزی، ضیا الرحمان اکبر او نورالحق ملکزی شامل دي.
افغان کرکټ بورډ په داسې حال کې د زمبابوی سفر له پاره خپله ۱۶ کسیزه پرمختیایي کرکټ ملي لوبډله اعلان کړه، چې مشر ټاکونکي نوروزمنګل او د ټاکونکې ډلګۍ غړي حاجي ولي امین له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره په عربي اماراتو کې وو.
د غوراوي کمېټې یوه غړي احمد شاه سلیمانخېل سلام وطندار ته وویل، چې کمپ ته لوبغاړي د پخوانۍ ډلګۍ لهخوا غوره شوي وو او دوی ترې یوازې ۱۶ کسیزه لوبډله کې د اړتیا له مخې غوره کړه.
سلیمانخېل زیاته کړه، منیراحمد د افغانستان کرکټ راتلونکی دی او ټاکل شوې وه، چې له «الف» کرکټ ملي لوبډلې سره زمبابوی ته تللی وی؛ خو د پاسپورټ نه لرلو له کبله له سفره پاتې شوی دی.
د افغانستان ټاکونکي ډلګۍ عبدالرحیم منګل، د احمد شاه ابدالي په ۴ ورځنیو سیالیو کې درېیم مخکښ توپوهونکی وېکټ ساتونکی توپوهونکی منیراحمد او نقیب ننګرهاری د احتیاطي لوبغاړیو په توګه اعلان کړي دي.
د کرکټ بورډ لهخوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده، د افغانستان پرمختیايي او زمبابوی «الف» کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالۍ د جنورۍ پر ۲۷مه، ۲۹ مه او ۳۱ مه نېټه او ورپسې ۲ نورې سیالۍ د راتلونکې فیبرورۍ پر ۳مه او ۵ مه نېټه وشي.
کرکټ بورډ تمه لري، چی د زمبابوی سفر لهپاره غوره شوې پرمختیايي کرکټ ملي لوبډله به هم د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په څېر مینهوالو ته د خوشحالیو زېري ورکړي.