ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند عبدالطیف پدرام نن په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل، طالبان د محمد اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت سره د سولې خبرو ته نه دي حاضر او حکومت بايد له نورو سياسي ډلو سره يو ځای د سولې خبرو کې ګډون وکړي.
د نوموړي په وينا، طالبان د محمد اشرف غني حکومت يو لاسپوڅی حکومت ګڼي او له همدې کبله حکومت سره خبرې نه کوي.
پدرام همداز په دې غونډه کې وويل چې د روان کال د تلې مياشتې د شپږمې ڼېټې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې نه مني او زياته يې کړه، په تېرو ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه کمه وه او جوړېدونکی حکومت به مشروعيت ونه لري.
ولسمشريزې ټاکنې د روان کال د تلې مياشتې په شپږمه نېټه وشوې چې په لومړنيو پايلو کې يې محمد اشرف غني ګټونکی اعلان شو.