سلاموطندار ته له پاکستانه تازه را رسېدلي راپورونه وايي، چې د دغه هېواد امنیتي بنسټونو یوځل بیا پر افغان کډوالو کړۍ تنګه کړې او په بېلابېلو پلمو يې ځوروي.
راپورونه وايي، چې د خیبر پښتونخوا نوښار ولسوالۍ او د پنجاب ایالت په حافظ اباد او سیالکوټ ولسواليو کې پولیسو تر ۱۰۰ زیات افغان کډوال نیولي دي.
د نوښار ولسوالۍ پولیس وايي، چې تیره ورځ ۳۱ او نن یکشنبه ۱۵ نور کډوال یې هلته نیولي دي.
د پاکستان حکومتي راډيو خبر ورکړی، چې د پنجاب ایالت په سیالکوټ ولسوالۍ کې۴۲او په حافظ اباد ولسوالۍ کې ۱۶ افغان کډوال د امنيتي ادارو لهخوا نیول شوي دي.
په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا په افغان قونسلګرۍ کې د افغان کډوالو اتشه عبدالحمید جلیلي سلاموطندار ته وویل، چې یو ځل بیا پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورونې او زنداني کولو لړۍ تیزه شوې، چې دوی یې اندېښمن کړي.
جلیلي زیاتوي، چې دوی پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې دي او هغوی به له پلټنو وروسته افغان کډوال خوشې کړي.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د شورا مشر بریالی میاخیل وايي، چې پاکستاني چارواکي د دوی د خوشې کولو په بدل کې د ضمانت غوښتنه کوي او له دې کبله دوی د سخت مالي زیان سره مخ کيږي.
بل خوا پاکستاني چارواکو رسنيو ته ویلي، چې دوی هغه افغان کډوال نیسي کوم چې هلته د استوګنې قانوني اسناد ونه لري.
خو پيښور کې د کډوالۍ افغان اتشه عبدالحمید جلیلي وايي، چې اوسمهال پاکستان کې ۱۳۰۰ زره راجسټر او تر ۶۰۰ زرو زیات غیر راجستر کډوال اوسیږي.
تیره اوونۍ په کډوالۍ برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي وو، چې پاکستاني چارواکي په هغه هیواد کې د کډوالۍ د نړیوالو قوانينو سرغړاوی کوي او کډوال ځوروي.