
پاکستاني رسنیو خبر خپور کړ، چې د داعش په لیکو کې د ګډون له پاره لسګونه ګډوال ځوانان افغانستان ته ورغلي دي.
د "ای، ار، وای" په نوم یو خصوصي پاکستاني رسنۍ د دغه هېواد د یو لوړپوړي امنیتي چارواکي له قوله خبر خپور کړی دی، چې په دغه هېواد کې مېشت افغان ګډوالو په کمپونو کې د داعش له پاره د ځوانانو د جذب لړلۍ روانه ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یو راپور ترلاسه کړی دی، چې له مخې یې د هغو کسانو شمېر له ۴۰ تر ۵۰ تنو ښودل شوی، چې له کمپونو څخه د داعش د مرستې له پاره افغانستان ته ورلېږل شوي دي.
د راپور د معلوماتو له مخې دغو ځوانانو ته له ۳۰ زرو تر ۵۰ زرو کلدارو پورې معاش ورکول کېږي.

د راپورونو له مخې له داعش سره بېلابېلې وسله والې ډلې یوځای شوي دي او په دې لړ کې په پاکستان او افغانستان کې د داعش له پاره د ګومارنې مسول هم ټاکل شوی دی.
په وروستیو کې د داعش پورې تړلو وسله ولو له خوا داسې بېلا بېلې دتبلیغاتي هڅې شوي، چې په هغه کې د پاریس بریدونو او نور هغه بریدونه ویډیوګانې ښودل شوي دي، چې د دې ډلې له خوا په بېلا بېلو سیمو کې تر سره شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو ډېر قوماندان له داعش ډلې سره یوځای شوي دي. پاکستاني طالبانو او ګڼې نورې وسله والو ډلو له داعش سره د وسله والو فعالیتونو په پار بیعتونه کړي دي.
افغان حکومت هم په ځلونو پر پاکستان تور پورې کړی و، چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول له وسله والو ډلو سره مرسته کوي، خو پاکستان بیا دغه تورونه رد کړي دي.
د سیاسي چارو شنونکو په باور د افغان کډوالو کمپونه د پاکستان پوځ په ولکه کې دي او د خپلو هر ډول ګټو له پاره یې کاروي.
په دې اړه د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده وايي، چې پاکستان د داعش پروژې په عملي کولو کې مهمه ونډه لري.
مژده له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې په پاکستان کې د داعش د پیاوړتیا له پاره سیاسي او اډیالوژیک مرکزونه فعاله دي.
دی وايي، چې په پاکستان کې دیوبند مدرسه د وسله والو طالبان له پاره اډیالوژیک مرکز و، همدا راز د داعش د اډیالوژۍ له پاره پاکستان کې ځېنې مدرسي شته دي، چې سلفي اډیالوژۍ له پاره کار کوي.





