په پاکستان کې مېشت د افغان کډوالو په اړه د هغه هېواد کابینې نوې پرېکړې وکړلې. په دغه پرېکړو کې راغلي، هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد په لاس کې لري د ۲۰۱۷ کال ډسمبر تر ۳۱ نېټې په هغه هېواد کې اوسېدلی شي.
د سه شنبې په ورځ ناوخته د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزېب رسنيو سره په خبرو کې د کډالو په اړه د مرکزي کابینې پرېکړې او منظورکړې پالیسۍ جزیات شریک کړل.
مریم اورنګزیب وویل، د شوې پرېکړې له مخې هغه کډوال چې قانوني اسناد لري د روان کال تر ډسمبر او ناقانونه کډوال پرته له ویزې تګ ـ راتګ نه شي کولی.
مېرمن مریم وايي، مرکزي کابینې د پاکستان کورنيو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د راجستر کولو په اړه د پلټنو لړۍ تر راتلونکې ډسمبر بشپړه کړي.
بل اړخ ته په پاکستان کې د افغانستان سفير ډاکټرعمرزاخېلوال د پاکستان يو خصوصي تلويزیون ته ویلي، چې پاکستان ته د افغانانو تګ ـ راتګ دغه هېواد ته اقتصادي ګټې له ځان سره لري.
زاخېلوال وايي، که سرحدي سیمې وکتل شي، نو له کوټې تر پېښوره او د سوېلي او شمالي وزیرستان اقتصاد د کرښې اخوا پورې تړلی دی؛ دغه راز د اخوا اړخ اقتصاد په دې لوري ولاړ دی.
په همدې حال کې د ورکړل شويو معلوماتو پر اساس د پاکستان مرکزي کابینې په نویو پرېکړو کې افغان زده کوونکو، ناروغانو او کار کوونکو له پاره د ځانګړې ویزو د وېش سپارښتنه هم کړې ده.
له دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي و، چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال چې قانوني اسناد په لاس کې ولري د ۲۰۱۷ کال د مارچ تر اخره هلته اوسېدلی شي.
تازه په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې هم اعلان کړی، چې په خپله خوښه ستنېدونکي کورنۍ دې د دوی له دفترونو سره ځان را جستر کړي، چې د هوا په ښه کېدو به د کډوالو د ستنېدنې لړۍ بیا پیل کېږي.