پاکستان: افغانستان سره د همکارۍ ريښتنی هوډ لرو

پاکستاني چارواکي وايي، چې هیواد یې له سختو ننګونو سره مخ دی او ددې له پاره چې د ستونزو څخه خپل هیواد خوندي وساتي ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.

په بهرنيو چارو او امنیتي مسایلو کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز یو ځل بیا  ټېنګار وکړ، چې پاکستان دافغانستان دښمن خپل دښمن ګڼي.

سرتاج عزیز دا څرګندونې په اسلام اباد کې د اسیا زړه د استنبول پروسې ناستې  په پرانستونکې غونډې کې وکړې.

سرتاج عزیز په خپلو خبرو کې وویل، هیواد یې دافغانستان په ابادۍ او پرمختګ کې کلکه اراده لري او هڅه کوي چې په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

سرتاج عزیز د افغانستان سره د اړیکو په اړه ویلي دي، چې دواړه هیوادونه د اړیکو او همکاريو په نوي فصل کې داخل شوي دي.

سرتاج عزیز زیاته کړې چې دپاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو او همکاريو د پراختیا له  دې کبله مهمه نه ده چې دواړه ګاونډي هیوادونه دي؛ بلکې له دې کبله هم دا اړیکې او همکاري ارزښت لري، چې دواړه هیوادونه د نويو سیمیزو مسایلو سره مخ دي.

سرتاج عزیز د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف او د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف هغه خبره بیا تکرار کړه چې دافغانستان دښمن د پاکستان دښمن بولي.

دغه پاکستاني چارواکي ويلي دي، چې په ريښتيني همکارۍ او هڅو سره به دا اړیکې پر ګټې وروکوونکې لارې روانې وي.

پاکستاني چارواکي په داسې حال کې د خپلې ریښتيني همکارۍ ډاډ ورکوي چې افغان ولسمشر تازه تازه یو ځل بیا غوښتنه کړې چې پاکستان دې خپلې کړې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي.

پاکستان او له افغانستان سره د اړیکو نوی فصل

په پېښور کې پر ښونځي له برید وروسته پاکستاني چارواکو افغانستان ته مخه کړه او پرلپسې توګه یې کابل ته تګ راتګ وکړ.

د راپورونو له مخې ویل کيږي، چې پاکستاني چارواکو له افغان لوري څخه د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې غوښتنه کړې او د کابل ـ اسلام اباد ترمنځ د اړیکو ځېنې نور اړخونه یې تر بحثونو لاندې نیولي دي.

په همدې لړ کې افغان ولسمشر اشرف غني هم پاکستان ته سفر وکړ او هلته یې د پوځي او سیاسي چارواکو سره لېده کاته وکړ او دافغانستان او پاکستان د نويو دوستانه اړیکو غوښتونکی شو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې ویلي و، چې په سیمه کې د جګړې بڼه بدله شوې او پر وړاندې یې ریښتینې ملګرتیا ته اړتیا ده.

په دې برخه کې افغان لوري پاکستان ته د زدکړو له پاره خپل یو شمېر پوځي سرتېري هم ولېږل او په ځېنو نورو برخو کې یې هم د همکارۍ ژمنې وکړې.

په تازه څرګندونو کې افغان ولسمشر ویلي دي چې افغانستان او پاکستان د یو نا اعلان شوي جنګ په حالت کې دي او ځکه اړینه ده چې لومړۍ د سولې خبرې له پاکستان سره وشي.

په همدې حال کې پاکستاني رسنيو دیوې معتبرې پټې سرچینې له خولې دا خبر هم ورکړ چې پاکستاني چارواکو افغان طالبانو ته ګواښ کړی چې په افغانستان کې له جګړې لاس واخلي ګنې پر وړاندې به یې سخت چلند وکړي.

دواړه اړخونه اوس مهال د نوو اړيکو د نوي فصل یادونه کوي خو دواړه اړخونه ټېنګار په ریښتيني ملګرتیا کوي.

ددې له پاره چې ددې ریښتيني ملګرتيا میوه کله پخيږي؛ یو څه وخت نور به هم یې ځواب ته په تمه پاتې شوو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام