پر کونړ د پاکستاني پوځ توغندیز بریدونه لا روان دي چې ورسره سم د هغه هېواد پوځي جیټ الوتکو پر دغه ولایت بمباري کړېده.
چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا نهه بجې پاکستاني جیټ الوتکو د دې ولایت د دانګام ولسوالۍ هغه سیمې په نښه کړي چې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې دي.
د کونړ مرستیال والي ګلمحمد بیدار وايي، یاده موضوع یې په پلازمېنې کې له اړوندو لوړپوړیو ارګانونو سره شریکه کړېده. د ده په خبره، دوو د کونړ پهداسې سیمو کې بمباري کړې چې هلته ملکي خلک نهشته.
هغه همداراز زیاته کړه، له پرون راهیسې پر دانګام او ځېنو نورو ولسوالیو د پاکستاني پوځ له لوري له ۳ سوو ډېرې مرمۍ راویشتل شوي او دغه راز تېرو لسو ورځو کې له دانګام ولسوالۍ ۳۱۰ کورنۍ هم بېځایه شوېدي.
هاخوا د دانګام ولسوالۍ دوو قومي مخورو حاجي فاتحنور او تازهخان سلام وطندار ته وویل چې پاکستانيو جیټانو لېټۍ، شونټومنزۍ، شهیدانوسر، چاقوړۍ او نورې سیمې ویشتې دي او له ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته یې پاکستاني بیرغونه هم لګولي دي.
دغه قومي مشران وايي، ګڼ ولسي خلک له سیمې بېځایه شوي او اوس په ډېر بد حالت کې دي.
په ورته وخت کې د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال ایوب حسینخېل سلام وطندار سره اړیکه کې لهدې بمباریو ناخبري وښودله.
د چارواکیو د معلوماتو لهمخې، روانه اوونۍ کې پاکستانيو پوځیانو پر کونړ نږدې ۱۰۰۰ توغندیز بریدونه کړي چې ۵ ملکیان پهکې ټپیان شويدي.