د پاکستاني رسنیو په حواله د پاکستاني طالبانو تحریک د افغان طالبانو او داعش ډلې ترمنځ د اوربند له پاره د دواړو هېوادونو تر منځ په پرته کرښه کې د خبرو اترو د پیل له پاره سیاسي دفتر پرانیستلی دی.
د راپورونو پر بنسټ د پاکستاني طالبانو تحریک یو مشر خالد عمر خراساني د دغو خبرو اترو مشري کوي.
د دغه کار موخه په افغانستان کې د افغان طالبانو او داعش ډلې ترمنځ سوله کول دي.
تر دې مهاله افغان طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې مخکې څو ځله د طالبانو او داعش ترمنځ د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې نښتې شوي دي.
که څه هم په ننګرهار ولایت کې د طالبانو او داعش ترمنځ په نښتو کې په لسګونه تنه له دواړو خواوو وژل شوي دي.
راپورونه وايي، چې د ننګرهار په سپين غر ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش په تازه نښتو کې داعش ډلې د طالبانو کورونو ته اور اچولی دی.
له دې مخکې ابوبکر البغدادي د طالبانو رهبر ملاعمر د یو پیغام په ځواب کې د طالبانو د حقانیت په اړه لیکلي و، چې طالبان د پاکستان مزدوران او جاسوسان دي.
البغدادي زیاته کړې وه، چې ډېر ژر به طالبان له منځه یو سي.
په افغانستان کې ډېر سیاسي شنونکي په دې باور دي، چې نړېوال استخبارات په دې هڅه کې دي، چې که په هره بیه کیږي داعش ته په افغانستان کې پراختیا ورکړي.
دوی زیاتوي، چې د نړۍ څارګرې ادارې غواړي، چې طالبان له منځه یوسي او داعش پروژه په دې هېواد کې پېل کړي.