د پاکستان حکومت په پنجاب ایالت کې په ترهګریزو کړنو تورنې جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید دهغه د نورو څلور ملګرو عبدالله عبید، ظفر اقبال، عبدالرحمان او قاضي کاشف په خپلو کورونو کې نظر بند کړي دي.
د دې هېواد د کورنيو چارو وزارت په لومړي ځل جماعت الدعوه ډله او د فلاح په نوم د خیر ښېګڼې فنډېشن د پاکستان امنیت ته ګواښ اړونکي بللي.
د پاکستان د دې پرېکړې په اړه د چارو کارپوهان بېلابېل نظرونه لري.
لیکوال او ژورنالېست سیدشاه رضاشاه سلام وطندار ته وویل، چې امریکا، اروپايي ټولنې او هندوستان په څو وارې له پاکستانه د حافظ سعید د نیولو غوښتنه کړې وه او پاکستان دغه اقدام د نړیوال فشار په نتیجه اخیستی دی.
رضاشاه وايي، له دې مخکې چین پر جماعت الدعوه ډلې د بندیزونو لګول وېټو کړي وو، خو دا ځل داسې ښکاري، چین هم له پاکستانه د حافظ سعید په خلاف د ګام پورته کولو غوښتنه کړې.
د سیاسي چارو بل څېړونکی جهانزیب مومند بیا د پاکستان دې ګام ته ډېر هیلهمند نه دی.
نوموړي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، ممکنه نه ښکاري، چې پاکستان حکومت دې جماعت الدعوه ډله له هغو فعالیتونو منع کړي، کوم چې دغه ډله یې له کبله تر نیوکو لاندې ده.
مومند زیاتوي، دا هم له امکانه لرې ده، چې پاکستان حکومت د هغو ډلو په خلاف ګام وچت کړي، چې په نورو هېوادونو کې جګړه کوي.
امریکا په ۲۰۰۱ کال کې لشکر طیبه نړیواله ترهګریزه ډله اعلان کړه او په ۲۰۰۲ کې پاکستان هم په دې ډلې بندیز ولګو. د هند په ممبۍ ښار کې د ۲۰۰۸ کال ترهګریزو بریدونو تور هم په جماعت الدعوه ډلې پورې شو.
د هغه کال په بریدونو کې له ۱۷۰ تنو زیات کسان وژل شوي وو.
له بلې خوا امریکا په ۲۰۱۲ کال کې د حافظ سعید پر سر د لس میلیونو ډالرو انعام کېښود.
د یادونې وړ ده، چې د جماعت الدعوه ډلې مشر له نظر بندۍ وروسته په پاکستان نیوکه کړې، چې د هندوستان او امریکا په غوښتنه یې هغه نظر بند کړی؛ خو دی زیاتوي له کشمېره به په شا نه شي.