ټکسي چلوونکی: ترافیک مو ځوروي

د کابل ښار ټکسي موټر چلوونکي شکایت کوي، چې ترافیک یې زوروي او د کاري فرصت مخه یې نیسي.

دغه ټکسي چلوونکي وايي، چې د کابل ښار په هیڅ سیمه کې د ټکسي او لیني موټرونو له پاره تم ځای نشته دی او کله چې په څلور لارو کې سپرلۍ موټرو ته پورته کوي، ترافیک یې زوروي.

موتر چلوونکي وايي، چې ترافیک د دوی موټر په لغتو او برېښنايي ډنډو وهي همدا ډول زیاتوي، چې موټر یې پنجروي او د نقدي جریمه کوي یې.

د دغو موټرو چلوونکو یو تن د نوم نه اخیستلو په شرط سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، ځېنې وخت ترافیک ورته وايي، د دې پر ځای چې حکومت ته د جریمې ۳۰۰ افغانۍ تحویل کړي، دوی ته ۱۵۰ افغانۍ ورکړي، له جریمې ژغورل کېږي.

همدا ډول ځېنې ټکسي چلوونکي وايي، چې ځېنې وخت ترافیک دوی ته د جریمې جعلي پارچې ورکوي او دغه پیسې شخصي جیبونو ته ورځي.

د افغانستان د جریمې سیستم بانکی شوی نه دی او موټر چلوونکي باید مخامخ ترافیکو ته د جریمې پیسې ورکړي.

د کابل د ترافیکو عمومي مدیر جنرال اسدالله وايي، چې د کابل ښار د ترافیکو په لیکو کې ستونزې شته دي.

خو نوموړی د جریمې د جعلي پاڼو موجودیت ردوي او وايي، چې د دغو ستونزو د حل له پاره په ښار کې یې د ترافیکو پر تبدیل کار پیل کړی دی.

د کابل د ترافیکو مدیر هم وايي، چې ترافیکي پولیس له ښاریانو او موټروانانو سره د ناسم چلن او جنجال حق نه لري، خو دوی باید سړکونه، څلورلارې او له ګڼې ګوڼې نه په ډکو ځایونو کې ونه درېږي. په همدې دلیل هغوی ته د جریمې پارچې ورکول کېږي، چې بیا ځلي په څلور لارو کې ونه درېږي.

سره له دې چې د افغانستان ترافیک یوه پېړه مخینه لري؛ خو تر اوسه کابل د یوې پلازمېنې په توګه د حمل و نقل سیستم او د یو معیاري ښار کانالیزاسیون نه لري. د کابل ښار تر دامهال ښاري تمځایونه نه لري او تر څنګ یې ډېر سړکونه او لارې یې د زورواکیو، چارواکیو او دولتي ادارو له خوا بندې شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام