د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوت څېړونکی نعمت الله ابراهیمي وايي، چې سخت دریځې ډلې په ټولنیزو رسنیو کې د رامنځته شوې فضا نه په استفادې سره د جلب او جذب او د تاوتریخوالي ډک سیاست د ترویج په هڅه کې دي.
ابراهیمي د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ تازه څېړنو ته په اشارې سره وايي، چې داعش، حزب التحریر، طالبان او جمعیت اصلاح تندلارې ډلې په ټولنیزو رسنیو کې فعالې دي.
دغه انسټیټیوټ د "ټولنیزو رسنیو او په افغانستان کې د افراطي روایتونو" په اړه د روان کال نومبر میاشتې را هېسې څېړنه پیل کړې ده او په دغې څېړنې کې ویل شوي دي، چې د افغانانو په ډله کې د سخت دریځۍ افکار موجود دي او ټولنیزې رسنۍ د افراطي افکارو، تبلیغاتو او د تندلارو ډلو جلب او جذب په مکان بدل شوی دی.
ابراهیمي وايي، چې په ټولنیزو شبکو کې تندلارو ډلو د مذهبي فعالیتونو په برخه کې دوه تلنلارې غوره کړي دي؛ چې یو د سولې له لارې په ارامه او پټه توګه د هېواد کلتوري نظام د ویجاړولو هڅه ده او دویمه تلنلاره یې د سخت دریځۍ له لارې د سیاسي نظام ویجاړولو په هڅه کې دي.
د افغانستان ستراتیژیکو مطالعاتو څېړونکي وايي، چې ترهګریزو ډلو یو د مهمو موخو څخه د قومونو تر منځ اختلافاتو ته لمن وهل دي.
د دغه انسټیټیوټ غړی محمد عرفاني وايي، هغه دیني سپارښتنې، چې د خلکو په منځ کې خپریږي په ځېنو برخو کې ترهګریز بریدونه، ځانمرګي بریدونه او د بهرنیو په ضد پالنه ته په مستقیم او نا مستقیم ډول خلک هڅوي.
د دغو څېړنو په یوې برخې کې راغلي دي، چې د طالبانو ایډیالوژیکې ترانې د افغانانو د مبایلونو زنګونه زیاته برخه جوړوي.
د یاد انسټیټیوټ وړاندیز کړی، چې مدني ټولنې، مذهبي رهبران، د پوهنتونو استادان او د هېواد مشهورې څېردې په حکومت فشار راوړي، چې د ټولنیزو شبکو استفاده کولو ته قانوني بڼه ورکړي.
همداراز دغه څېړونکي له نړیوالې ټولنې غواړي، چې افغان حکومت سره دې په ټولنیزو رسنیو کې د افراطیت مخنیوي په برخه کې د یو سیستم په جوړولو کې مرسته وکړي.