د انګلیستان د کورني کرېکټ ۲ کلپونو "کاونټیو" د مشهور افغان لوبغاړي راشدخان ارمان جذبولو کې لېوالتیا ښودلې ده.
راشدخان په وروستیو کارکردګیو د استعداد له مخې ټول خنډونه له مخې پورته کړي وو؛ بیا هم دا کار د اوس لهپاره چې راشد خان د انګلیستان په کلپونو کې ولوبېږي ناشونی دی.
د انګلیستان د ډیلي میلز ېیبپاڼې د راپور له مخې، د انګلیستان کرېکټ بورډ د قانون په اساس د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو لوبغاړي د انګلیستان په کورنیو کرېکټ سیالیو کې لوبېدلی شي.
دا چې افغانستان اوسمهال له ایرلینډ سره په ګډه د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، انګلیستاني کرېکټ کاونټیو د راشد رانیولو ته را ودانګل خو بیا یې هم خپلو لوبډلو ته د افغان لیګ سپنر راشد خان د جذبولواجازه ترلاسه نه کړه.
د انګلیستان د کرېکټ کلپونو لهپاره د لوبېدو بل معیار کم ترکمه د یوې ټیسټ لوبې ترسره کول دي، چې تراوسه د راشد په ګډون افغان کرېکټ ملي لوبډلې هم یوه ټیسټ لوبه نه ده ترسره کړې.
له دې کبله تراوسه د انګلیستان دوو لېوالو کرېکټ کلپونو کاونټیو تراوسه له راشد خان ارمان سره تړون نه شي لاسلیکولی خو ویل کېږي، د انګلیستان او ویلز کرېکټ بورډ په دې اړه د انګلیستان د کورنیو چارو له وزارت څخه په دې تړاو سپیناوی غوښتی دی.
راشد خان ارمان سږ کال د لومړي ځل لهپاره د هندوستان په ۱۰ پړاو (ای، پي، ایل) سوداګریزو سیالیو کې ګډون وکړ او د دفاعي اتلې سن رایزرزحیدراباد لوبډلې په ګټه یې په ۱۴ لوبو کې ۱۷ ویکټې ترلاسه واخیستلې او په نړیواله کچه یې په سوداګریزولیګونه کې مینهوال پیدا کړل.
د انګلیستان په کورنیو کرېکټ سیالیو کې د بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد لوبغاړي باید کم ترکمه ۱۵ پنځوس اوریزه سیالۍ هم ترسره کړي وي، چې په دې برخه کې راشد ارمان وړ لوبغاړی دی.
راشد خان اوسمهال په شل اوریزه او ۵۰ اوریزه بالرانو درجه بندۍ کې له ټولو انګلیستاني بالرانو مخکښ دی.