د کرېکټ‌بورډ د پوره‌وړیو نوملړ

 

په ټولنیزو رسنیو داسی اسناد خپاره شوي‌ چې ګواکې د افغانستان کرېکټ‌بورډ د ۱۳ کسانو نوملړ د کرېکټ‌بورډ د عمومي مشر شکرالله عاطف مشعل په لاسلیک څارنوالۍ ته سپارلی چې د زرګونو افغانیو او ډالرو د پور تور پرې پوری شوی‌دی.

په ډاګیز شوي نوملړ کې د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني تېز‌توپ‌اچوونکي عزت‌الله دولتزي، د کرېکټ ملي لوبډلې د پخواني روزونکي کبیرخان، د کابل روزنیزې کرېکټ اکاډمۍ د روزونکي اسټرالوي پیټرانډرسن او د ختیځ زون پخواني مسوول قرار عزیزي نومونه شامل دي.

عزت‌الله دولتزی ـ چې اوسمهال له هېواده بهر په اروپا کې مېشت دی ـ سلام‌وطندار سره په خبرو کې د کرېکټ‌بورډ له‌خوا لګېدلي تورونه بې‌بنیاده یاد کړل او هغه یې په ځان د کرېکټ‌بورډ تهمت وبللو.

د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني تېز‌توپ‌اچوونکي عزت‌الله دولتزی

د ښاغلي دولتزي په وینا، په‌خپل ټول کرېکټ کیریر کې یې له افغان کرېکټ‌بورډ څخه یوه افغانۍ قرض هم نه‌دی اخېستی او نه هم لوبغاړي ته په دومره درنښت قایل دي چې هغه ته قرض ورکول شي.

د نوموړي په وینا، کرېکټ‌بورډ په‌ده تهمت لګولی دی او په یو پخواني ملي لوبغاړي باندې دا ډول تور لګول دوه اړخیزه زیان لري. د ده په وینا، د دې نوملړ له ډاګیز کېدو نه مخکې پوره څېړنې شوې وی او تورنو کسانو ته یو ځلې د سپیناوي حق ورکړل شوی‌وی.

ده په‌خپلې رسمي فېسبوک‌پاڼې لیکلي: «د کرېکټ‌بورډ مسوولانو په‌خپله ميليونونه ډالر غلا کړي، په دوبۍ او نورو سيمو کې يې تجارتونه جوړ کړي‌دي او په کابل کې يې عصري کورونه اخېستي دي، دوى دا پيسې له کومې کړې؟»

په همدی حال کې پخواني اسټرالوي روزونکي پیټرانډرسن هم ویلي چې هېڅکله یی له افغان کرېکټ‌بورډ قرض نه‌دی اخېستی او د افغانستان کرېکټ‌بورډ اداره یې د نړۍ تر ټولو فاسده اداره یاده کړې‌ده.

د هغه په وینا، اوس ښه‌والی راغلی؛ خو کله چې د افغانستان کرېکټ‌بورډ سره په دنده بوخت و؛ نو د دې شاهد و چې له دی اداری ډېرې پیسې ترۍ‌تم شوې.

د ښاغلي انډرسن په وینا، ښایي د کرېکټ‌بورډ اوسنۍ اداره د ده له نومه د یو خیالي کارکوونکي په توګه کار واخلي او پیسې به یې شخصي جېب ته کړي. ده په ټینګار سره وویل چې‌ په‌دې اړه به د افغان کرېکټ‌بورډ له مالیي مسوول سره خبرې وکړي.

څارنوالۍ ته په لېږل شوي مکتوب کې کرېکټ‌بورډ دعوه کړې‌ده چې ۱۳ کسان یې ټولټال ۲ میلیونه ۸ سوه زره ۵۵ زره ۴۱۴ افغانۍ او ۷ زره ۴ سوه او ۹۱ ډالر پوره‌وړي دي.

په ۱۳ کسیزه ډله کې د خریدارۍ څانګی غړی حفیظ‌الله ۲ میلیونه ، ۷۲ زره ۲۶۲ افغانۍ، کبیرخان ۲ زره ۲ سوه او ۴۶ډالر، عزت‌الله دولتزی ۲۷۶۸ ډالر، پیټرانډرسن ۷۵۰ ډالر او د ختیځ زون کرېکټ پخوانی مشر قرار عزیزي ۵۰ زره افغانۍ باقي دي.

کرېکټ‌بورډ بیا داسې کوم اسناد نه‌دی وړاندې کړی چې په رښتیني ډول د دغو کسانو په لاسلیک او عریضي دغه پیسې اخېستل شوې‌وي او بېرته یې کرېکټ‌بورډ ته نه وي سپارلي.

په همدې حال کې د کرېکټ‌بورډ د رسنیو څانګې عمومي مشر عبدالله پکتیاني د سلام وطندار سره په خبرو کې دا خبره رد کړه چې د دوی له‌خوا کوم رسمي نوملړ څارنوالۍ ته نه‌دی سپارل شوی. ده په ورته وخت کې ویل چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي اسناد د افغانستان کرېکټ‌بورډ رسمي دریځ نه څرګندوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام