له نږدې ۳ لسیزو وروسته د چېلسي ماته

د انګلستان په روانو ۲۷م پړاو فوټبال غوره لیګ سیالیو کې بیګا شپه یوه ښه او زړه راښکونکې سیالي وشوه چې پخوانۍ اتلې چېلسي لوبډلې په‌کې ستره ماتې وخوړه.

د مالوماتو له مخې، دفاعي اتلې مانچسټرسېټي لوبډلې په خپل کوربه‌توب په اتحاد لوبغالي کې ۶ د ۰ ګول په وړاندې چېلسي لوبډلې ته ماتې ورکړه چې د ډېرو  ګولونو پر مټ یی له لېورپول نه هم لومړی مقام وګاټه.

د یادونې ده چې دا له ۱۹۹۱ کال وروسته لومړی ځل و چې چېلسي فوټبال کلپ ناټینهګم فوریسټ لوبډلې ته ۷ د ۰ ګول په وړاندې د انګلستان فوټبال غوره لیګ په تاریخ کې ستره ماتې وخوړه.

د یادونې ده چې چېلسي فوټبال کلپ په ۲۰۱۷ کال کې د ۸م ځل لپاره د انګلستان فوټبال غوره لیګ اتلولي وګټله او اوس په روانو سیالیو کې ۶م مقام لري.

د مانچسټرسیټي لوبډلې په ګټه لوبه کې ۳۰ کلن لوبغاړي سرجي اکویرو درې ګولونه «هېټرېک» وواهه او په دې سره یې د ۱۱م ځل هېټرېک په ترسره کولو سره په ۱۹۹۹ کال کې د ایلین شیرر له‌خوا جوړ شوی ریکارډ برابر کړ او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یی وګټله.

سرجي اکوېرو دغه راز د انګلستان فوټبال غوره لیګ په تاریخ کی ۵م لوبغاړی شو چې سر پر سر په دوو لوبو کې یې په خپل کوربه‌توب د ارسنال او چېلسي خلاف د ګولونو «هېټرېک» کوي او دغه راز د چېلسي لوبډلې پخوانی لوبغاړی ډایډر ډروګبا وروسته لومړی لوبغاړی شو چې په پرله‌پسې توګه په ۲ سیالیو کې چې په کور دننه او بهر جوړې شوې وې، دغه ویاړ خپل کړ.

د دې ترڅنګ، سرجي اکوېرو د پخواني فرانسوي لوبغاړي تېري هېنري ریکارډ هم مات کړ چې په خپل کورني لوبغالي «اتحاد» کې یې ډېر ۹ «هېټرېک) ګولونه ترسره کوي.

قطر او جاپان د اسیايي فوټبال د اتلولۍ له‌پاره میدان ته وځي

نن د فوټبال‌کلپونو ۱۵م پړاو نړۍوال جام پیلېږي

یو بل اسپانوي لوبغاړي هم نړۍوال فوټبال پرېښود

د چېلسي په خلاف لوبه کې د مانچسټرسېټي لوبډلې په ګټه د لوبې په ۴مه او ۸۰مه دقیقه کې رحیم سټیرلینګ، په ۱۳مه ، ۱۹مه او ۵۶مه دقیقه کې ارجنټایني لوبغاړي سرجي اکوېرو او په ۲۵مه دقیقه کې ګونډوګن ګول ترسره کړ.

تر غوره سیالي ګټلو وروسته د مانچسټرسېټي لوبډلې روزونکي پیټ ګارډیولا له رسنیو سره په خبرو کې د خپلو لوبغاړیو ستاینه وکړه او د چېلسي خلاف یې دغه ستره بریا زړه راښکونکې یاده کړه.

دغه راز د چېلسي لوبډلې د دفاعي ليکې لوبغاړي سیسر د مانچسټرسېټي خلاف ماته د خپل فوټبال په تاریخ کې تر ټولو داسې بده شېبه یاده کړه چې وضاحت یې ستونزمن کار دی.

نوموړي زیاته کړه چې تر سترې ماتې وروسته یوازې له خپلو مینه‌والو نه بښنه غوښتی شي خو د دوی لوبه د مینه‌والو لپاره د منلو نه وه.

مانچسټرسېټي فوټبال کلپ د ۱۹۶۵ کال او ټوټینهام کلپ وروسته لومړی فوټبال کلپ شو چې په پرله‌پسې ۱۵ سیالیو کې په خپل کور کې ۱ یا له دې ډېر ګولونه وهي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام