ټاکنیز اصلاحات که په ټاکنیزو کمېسيونونو کې لاس وهنه؟

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر وايي؛ د ټاکنو په کمېسیون کې د اصلاحاتو په نوم به د هرډول لاسوهنو په باب  جدي وي او هيڅ راز غير قانوني کړنو په مقابل کې به چوپه خوله پاتې نه شي.

دچهار شنبې په ورځ( دسلواغې پر ۱۵مه) د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني د خپلې دندې څخه د ګوښه کېدو په باب و ویل، چې دی به له خپلې دندې لري نه شي او د ملي وحدت اوسني حکومت دواړو مشرانو ته د خپلې دندې د شفافیت ورکولو په باب پوره چمتو والی لري.

نورستاني زياته کړه، چې دی استعفا نه کوي، خو په تېرو ۱۳۹۳ کال ولسمشريزو ټاکنو کې د هرې موضوع له پاره د حساب ورکولو ډاډ ورکولای شي.

" حاضر نه یم، چې په زور او غير قانوني توګه د ټاکنو کميسیون له ریاست څخه استعفا وکړم"

نورستاني وايې د اصلاحاتو په نوم به د ټاکنو په کمېسيون کې د سياسي کړيو د کسانو له مقرېدو مخنيوي وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسيون هم د ټاکنیزو اصلاحاتو په نوم پېل شوې هڅې ددوي په چارو کې لاس وهنه بولي او زیاتوي، چې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ دې له لاس وهنې ډډه وکړي.

ددغه کمېسيون د دارالانشامرستیال ولید اکبر سروري افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازي څرګندونې غندلي او هغه یې ددوي په چارو کې لاس وهنه بللې ده.

په دې اړه د ولسمشر او اجرايوي مشر مرستیالان هم ورته څرګندونې کړې وې.

د ولسمشر دویم مرستيال محمد سرور دانش ويلي، د دوی ټيم اوس هم په خپلو ژمنو ولاړ دی او په ټاکنو کې د اصلاحاتو غوښتونکي دي.

همدارنګه د اجرايوي مشر دویم مرستيال محمد محقق هم زیاته کړې، چې دوی د ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې کړي او په دې باب د يو ګډ کمېسيون په جوړېدا سره سلا شوي دي.

تېر ۱۳۹۳ کال ولسمشريزې ټاکنې د ځينو ملحوظاتو له امله په دویم پړاو کې د ناورین پر لور لاړې او بیا وروسته له څو میاشتو ناندریو د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري په منځګړيتوب کړکېچ ته پاې ته ورسېد او دواړو مشرانو د ملي وحدت حکومت د جوړېدو په باب هوکړه وکړه.

اجرایوي ریاست دغه سمون له پارلماني ټاکنو وړاندې راوستل غواړي خو ولسمشر بیا ددې اصلاحاتو له پاره د یو مناسب وخت په لټه کې دی.

د پارلماني ټاکنو په اړه نورستاني ويلي، چې په دې اړه يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون وړانديزونه ولسمشر ته استول شوي دي، خو د کره نېټې په باب يې څه نه دي ویلي.

اخوا د ټولنیز عدالت د خونديتوب خوځښت هم د ټاکنو په کمېسيونونو کې د اصلاحاتو غوښتونکي دي.

د دغه مدني خوځښت بنسټ اېښودونکودسلواغې بر ۱۶مه پنجشنبه د يوې خبري ناستې به ترڅ کې و ویل، حکومت باید د خپلو کړو ژمنو مطابق په کمېسيونونو کې بنسټيز اصلاحات را منځ ته کړي.

دغه بنسټ خبرداری ورکړ، که د ملي وحدت حکومت د ټاکنو په کمېسيونونو کې اصلاحات را منځ ته نه کړي خلک به په راتلونکي پارلماني ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

ددې بنسټ غړي احمد ذکي د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له سازمان څخه هم غوښتنه وکړه، چې په ټاکنيزو کمېسيونونو کې د اصلاحاتو له پاره د ملي وحدت پر حکومت خپل فشارونه زیات کړي.

 ډاکټر عبدالله عبدالله هم په غير مستقيم ډول د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني ته خبر داری ورکړ، چې د ملي وحدت حکومت د جوړېدو یو اساسي بنياد په ټاکنو کې د اصلاحاتو راوستل دي او دا حتمي موضوع ده.

په همدې حال کې حقوق پوهان وايي پرته د درې ګونو محکمو له پرېکړې د ټاکنو دخپلواک کمېسيون غړي لرې کول د قانون تر پخو لاندې کول دي.

بل لورې ځينې شنونکي د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو پړه یواځې پر کمېسيون نه ور اچوي؛ بلکې ټاکنیزې دلې هم په کې ککړې بولي.

یاده دې وي، چې د ټاکنو له پروسې سره ځينې مرستندويو بنسټونو بهرني چارواکي په ټاکنو کې له اوسني تشکيلاتو انديښنه څرګنده کړې او د راتلونکو مرستو د قطع کېدو د احتمال ګواښونه هم کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام