يوه ښځه له جنسي تېري وروسته طالبانو په ډزو و وژله

له غور ولایت څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې په دغه ولایت کې يوه ځوانه ښځه له جنسي تېري وروسته په صحرايي محکمه کې د وسله والو طالبانو له لوري په ډزو و وژل شوه.

د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي سلام وطندار ته وویل، چې د ایوب په نوم یو سړي د زهرا نومې ښځې کور ته ورځي او پرې جنسي تېری کوي.

خطیبي وايي، وروسته له هغه، چې وسله وال طالبان د دغې پېښې څخه خبريږي، نو د زهرا پسې د غور ولایت دولينه ولسوالۍ "زادو" کلي ته ورځي او په ډزو يې وژني.

د والي ویاند وايي، چې پر دغې ښځې تجاوز کوونکی په ټپي حالت کې د طالبانو له منګلو پر تېښتې بريالی کيږي، خو وروسته بیا د بل طالب قومندان لاس ته ورځي.

د راپورونو پر بنسټ تر اوسه دغه سړی د وسله والو طالبانو سره بندي دی او احتمال لري، چې څو ورځې وروسته هغه هم د طالبانو له لوري په یوه صحرايي محکمه کې اعدام شي.

یاده دې وي، چې دغه پېښه د غور ولایت په یوه داسې ناامنه سيمه کې شوې، چې د افغان ځواکونو په ولکه کې نه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام