د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز هېواد کې پر روان سیاسي وضعیت نیوکه کړې ده.
وېلز ویلي، د روان وضعیت دوام نه شي کولی د افغانستان نړیوالو ملاتړو لپاره د منلو وړ وي.
الیس وېلز پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «افغانستان سره نړیوالې مرستې یوه ټولشموله حکومت سره ګډون ته اړتیا لري او مونږ ټول باید افغان مشران د حکومتوالۍ یوه چوکاټ ته، حساب ورکوونکي وګرځوو.»
هغې په څرګنده ویلي چې افغانستان سره نړیوالې مرستې د ټولشموله حکومت جوړولو پورې تړلې دي.
تر دې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو افغانستان ته له خپل بېپایلې سفر وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د اختلافاتو اوږدېدو نه نیوکه کړې او ویلي یې و د دغو ننګونو دوام د امریکا ملي امنیت سره مخامخ اړیکې لري او دغه هېواد پرېکړه نیولې چې کابل سره د خپلو مرستو یو میلیارد ډالر قطع کړي.
پامپیو د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافونو دوام افغانانو، امریکایانو او د افغانستان جګړې کې د اېتلاف ټولو شریکاتو ته بېاحترامي بللې.
د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ ننونګې هغه وخت زیاتې شوې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون محمد اشرف غني د میزان د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.
عبدالله عبدالله د محمد اشرف غني د جدي سیال په توګه دغه پایلې ونه منلې او خپلو پلویانو سره یې د «ټولشموله» حکومت جوړولو ژمنه وکړه.
ولسمشر غني د ټاکنو کمیسیون له لوري د ټاکنیزې وثیقې د درلودو له کبله دې وروستیو ورځو کې د مالیې، بهرنیو چارو او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو لپاره نوماند وزیران او سرپرست منصوب کړل.
عبدالله ته نږدې کسانو ویلي، که چېرې ارګ د خپلې کابینې معرفي کولو ته دوام ورکړي، د ټولشموله حکومت ولسمشر به هم خپله کابینه معرفي کړي.
ارګ د وروستیو سیاسي ننګونو پای ته رسولو لپاره، عبدالله عبدالله ته د سولې عالي شورا ریاست وړاندیز کړی، خو عبدالله رد کړی دی.