
د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې له امریکا غوښتي چې اجازه ور نه کړي، نور اړخونه دغې ډلې سره د امریکا د سولې هوکړه ناکامۍ سره مخ کړي.
طالبانو یوه اعلامیه کې ویلي، دغه ډله امریکا سره کړې هوکړې ته ژمنه ده او له مقابل لوري هم غواړي چې په خپلو ژمنو ودرېږي او پرېنهږدې چې دا فرصت له منځه لاړ شي.
سره له دې چې د طالبانو مشر د ملکي وګړيو د مرګژوبلې له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې؛ خو له خپلو جنګیالیو یې غوښتي چې خپلې لیکې نورې هم پیاوړې او لا کلک دريځ غوره کړي.
طالبانو همداراز د افغان دولت په زندانونو کې د بنديانو د وضعيت په اړه هم ويلي چې د دوی بنديان په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

دوی له بشري او مرستندويه بنسټونو غوښتي چې په دې برخه کې د مسووليت احساس وکړي او د بنديانو مصوونيت او هرڅه ژر خوشې کولو لپاره ګام واخلي.
د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو اعلامیه کې د اوربند په اړه هېڅ نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت، ملګرو ملتونو او ګڼو نورو نړیوالو سازمانونو تر دې وړاندې له طالبانو د روژې میاشتې په مناسبت د اوربند غوښتنه کړې؛ خو دغې ډلې رد کړې ده.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له مخې به افغان دولت ۵ زره طالب بنديان خوشې کوي او طالبان به ۱۰۰۰افغان بندي امنيتي ځواکونه خوشې کوي چې د طالبانو له لوري تر اوسه پورې ۱۰۵ بنديان خوشې شوې دي.





